کور / تازه خبرونه / امریکا د بې پیلوټه طیارو نوي میدانونه جوړوی

امریکا د بې پیلوټه طیارو نوي میدانونه جوړوی

د امریکا « یو. ایس. اې. ټوډې » په خپله تازه ګڼه کی نن ولیکل چی پنتاګون غواړی د افغانستان په ختیځ کی د بې پیلوټه الوتکو لپاره نوی اډې جوړی کړی . خبر وایی چی د دې کار څخه هدف په ژمی کی د طالبانو تعقیبول او پر هغوی حملې کول دي . هغوی به د سړک د غاړی ماین ایښودونکي ، وسله لرونکي او حمله کونکي تعقیبوی او په راکټونو به یې ولی . کانګریس پنتاګون ته په دې هدف ۱٬۳ بلیونه ډالره بودجه هم ورکړه چی ۷۵۰ ملیونه ډالره به یې سږ کال مصرفوی . له دې نه علاوه ، پنتاګون ته ۳ بلیونه ډالره نوره اضافی بودجه هم ورکول سوه تر څو نوری ډیری بې پیلوټه او جاسوسی طیارې او د هغوی د فعال ساتلو وسایل تهیه کړی . خبر زیاتوی چی د امریکا هوایی ځواک په تیر سپټمبر کی په افغانستان کی ۴۶۲ ساعته جاسوسی الوتني کړي حال داچی د تېر کال په سپټمبر کی یې ۲۴۸ دغسی پروازونه کړي وو . د امریکا پوځ اوس ۶۰۰۰ دغسی الوتکي لری او غواړی چی هغه نوری هم پسی ډیری کړی . بې پیلوټه طیارو په ۲۰۰۸ کی په عراق او افغانستان کی جمعأ څلور لکه ( ۴۰۰٬۰۰۰ ) ساعته الوتني کړي چی دا په تاریخ کی هیڅ سارﺉ نه لری .