کور / سياسي / امريكايي تبر او طالبي لاستى

امريكايي تبر او طالبي لاستى

تېره اونۍ د كندهار د شاولي كوټ په ولسوالۍ كې د وچ باختو په كلي كې چې د واده مراسم په كې روان وو، د طالبانو او امريكايي ځواكونو تر منځ نښته وشوه او په ترڅ كې دغه كلى او د واده مراسم د امريكايي ځواكونو تر بمبار لاندې راغلل، چې په كې يو شمېر طالبانو او ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

د عيني شاهدانو په وينا د امريكايي ځواكونو يو كتار د كلي په لور رانږدې كېده، د واده په مراسمو كې زيات شمېر طالبانو هم ګډون درلود او هلته د ډوډۍ خوړلو له پاره راغلي وو، كله چې ناڅاپه له دغه كتار سره مخامخ شول هېښ شول او خپلو وسلو ته يې لاسونه يوړل. د كلي سپين روبو ترې غوښتنه وكړه چې بايد پر امريكايانو ډزې ونه كړي، ځكه چې دغه بې رحمه كاپران بيا وچ او لانده نه ګوري او له يوه سره هر څه سوزوي، خو د سپين روبو خبرو ګټه ونه كړه او دا چې طالبانو ځانونه په محاصره كې وليدل نو ماشو ته يې ګوتې وروړې او ټكان يې پيل كړل. امريكايي ځواكونو هم د خپلو شوبلو خولې د كلي په لور وګرځولې او بې نښې ګوزارونو يې شېبه په شېبه زور اخيسته. هره خوا منډې رامنډې وې او هغه كسان چې له پېښې څخه خبر نه وو او په سپين ميدان پاتې وو د پناه ځايونو او پټنځايونو په لټه كې وو، خو د امريكايي پوځونو ګوليو ډېر بې رحمانه له پښو غورځول او په وينو يې لړل. يو څه طالبانو په همدغه وخت كې د ولسي وګړو له ګڼه ګوڼې او ګډوډۍ څخه ګټه پورته كړه او په بډو يې ګوتې كېښودې وتښتېدل او ځينې نورو بيا يا په ټټر او يا په شا ګولۍ وخوړلې او پر ځمكه راپرېوتل. خو لږه شېبه وروسته سيمې ته د الوتكو په رارسېدو سره هر څه بدل شول او اوه كورونه چې هلته د واده مراسم په كې روان او د پېښې قربانيانو په كې پناه اخيستې وه، له خاورو سره يو شول.

كله چې ژوند هلته پاى وموند او هر څه هلته ارام شول، نو قاتلين له خپلو موټرو او وسايطو څخه راښكته او په وينې لړلې او سوځېدلې ځمكې پلي شول، خو لا هم هلته يو څو ټپيانو ساه كښله او د ماشومتوب سلګۍ يې وهلې. انټرنشنل جنايتكارانو او جانيانو د ماشومانو د سلګيو پر وړاندې سرونه له شرمه ځوړند نيولي وو او د خپل وجدان پر وړاندې يې د دغه جنايت له امله ځانونه نه شول بښلى، خو نور ناوخته شوې وه او لا هم ناوخته كېده او دغه جانيان چې نور له شرمه لكه بتان ګرځېدلي وو د چوپتيا پر ځاى يې دېته لومړيتوب وركړ چې بايد فرصت نور له لاسه ور نه كړي او ټپيان  ګاډو ته پورته او ژر تر ژره روغتون ته ورسول شي، خو ډېرى كسان د سختو ټپونو له امله روغتون ته تر رسېدو مخكې شهيدان شول چې مړي يې بيا د كندهار ميرويس روغتون ته سپارل شوي وو.

امريكايان د پېښې په ځاى كې خپل بربريت او بې رحمۍ ته ګوته په غاښ وو، كنډواله او سوځېدلو ديوالونو چې د بربريت او فرعونيت كيسې يې كولې د خلكو زبون يې وهلى و، وېرې او وحشت د خلكو خولې تړلې وې او يوازې پر ځمكه بهېدلې سرې وينې وې چې دغه چوپتيا يې ماتوله او د ګېلې پر ژبه يې ويل: موږ څه ګناه كړې وه چې په داسې بېرحمۍ وبهېدلو، موږ خو د هغو ښځو او ماشومانو ساه ته ژوند پو كاوه چې د انسان روح ته يې ارامتيا بښله او د انسان راتلونكي ته يې د ژوند او سولې زېرى وركاوه. اخ! موږ چا ووژلو؟ كاپر كه مسلمان؟ امريكايي دښمن كه خپل افغان؟ اخ پر موږ هيچا رحم ونه كړ، اخ دلته ټول ړانده او كاڼه دي، دلته هيڅوك زموږ خبرې نه اوري او شايد نور په دې كلي كې يو داسې څوك پاتې نه وي چې پر موږ وژاړي او د جګړې وينه زبېښونكو تږو وحشيانو ته زموږ دا پيام ورسوي چې نور دغه جګړه بس كړئ، دغه ځمكه په اور مه سوځوئ، پرېږدۍ چې دغه ځمكه د غاټولو پر ګلانو سره شي، نه د معصومو ماشومانو او انسانانو په وينه.

هلته له تنې جلا دوه په نكريزو سره لاسونه پراته وو، چې كېداى شوه د ناوې به وو، دغو په وينو او نكريزو سره لاسونو چې نور د  ژوند اسره او د واده خوږې شېبې او ارمانونه له لاسه وركړي وو او له چا يې ډار نه كاوه ويل يې چې دغو ناځوانو ږيرورو خو زما د واده د خوږو شېبو او سره لاسونو پروا هم ونه كړه او خپلې تېښتې ته يې د لارې د پرانيستلو، فرصت برابرولو او ځان ژغورلو له پاره زما هيلې هم خاورې كړې او په هغو ارمانونو يې ډېرۍ خاورې واړولې چې ما يې پوره كېدو ته كلونه كلونه انتظار وېستلى وو.

اخ له كاپره خو ګېله نه ده په كار، خو ديوسي اوس دومره زياته شوې چې خپل هم د خپلو خبره نه اوري او سړى له خپلو هم ګېله نه شي كولى.

د نورو پېښو پر خلاف امريكايانو په دغه پېښه كې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مسووليت ډېر ژر پر غاړه واخيست، ځكه چې د طالبانو بزدلۍ او تېروتنې د امريكايانو تبر ته لاستى اچولى و. بل پلو د طالبانو دغه همغږى حركت د امريكايانو د هغې ستراتيژۍ سره زياته مرسته كولاى شوه چې په پام كې لري په راتلونكي كې د طالبانو پر ضد په كليوالو وسلې ووېشي او هغوى ته ووايي چې هيڅوك له تاسو څخه دفاع نه كوي، طالبان به تر هغه ستاسو كليو ته راځي او ستاسو له ودونو او كليو څخه به د سپر په توګه كار اخلي او تاسې به د وير او ماتم پر ټغر كېنوي چې تر څو تاسې وسلې وانخلئ او خپله دفاع په خپله ونه كړئ او خپل امنيت په خپله و نه ساتئ. طالبان ستاسې په كېسه كې نه دي، هغوى ستاسې د ودونو او خوشاليو پروا نه لري، هغوى د پاكستان او القاعدې د موخو، پيسو او څوكيو له پاره جنګيږي، هغوى له تاسې نه يوازې د سپر په توګه كار اخلي، هغوى د ولس خبرو او غوښتنو ته غوږ نه نيسي او ولس ته په ټوپك سره ځواب وركوي، د ټوپك مني، په سمه نه پوهېږي او په ټوپك سره پوهېداى شي، نو ټوپك واخلئ او په ټوپك سره ځانونه د دوى له شره وژغورئ.

په دې وروستيو كې د طالبانو له ځواكمنېدو سره د دوى تېروتنې او نيمګړتياوې هم ډېرې شوي، د دوى په اړه شكونه او له ولس سره واټن يې زيات شوى.

تر هغه چې د طالبانو په كړنو كې شفافيت رامنځته نه شي او د ځان په هكله د ولس شكونه لرې نه كړي، نو كېداى شي چې د دوى مخالفين د دوى له نيمګړتياو، چوپتيا او تېروتنو څخه ګټه پورته كړي او د طالبانو دا راز كړنې د امريكايانو تبر ته لاستى واچوي او پر دغه تبر بيا خپله ريښه قطع كړي.

تبصره نسته

  1. زمرک خانه ، ګومان دې ډ‌یر قوی ، قضاوت دې ډیرغوڅ او فیصله دې ډیره عجولانه ده خو د شپې په همدې تروګمۍ کی لمر مه لټوه بلکی ویده شه او کله چی ګهیځ راویښ شې او خوب دې سر شوی وی بیا نو خپل دا مخلوط تبر راواخله او توری عینکی هم کیږده چی په مخه درځی د خپل ( قضاوت )له مخی یی سر قلم کوه .

  2. زمرک وروره!
    کاشکی په حقیقت سم پوه شوای وی. کیسه لکه دا ته چی کوی داسی نه وه. بلکی بل رقم و؟هیله کوم د امریکایانو به جنایتونو پرده ونه غوړوی. په شنډنډ ولی بمباری وشوه ؟په خوست کښی څوارلس دملی اردو سرتیر ی ولی ووژل د هغو څه ګناه وه نه طالبان ورسره وه نه القایده .

  3. ګرانه زمرکه! دومره دروغ دي ويلي والله ترامريکايانوخودي اړولې ده په دروغوکي دي وړې ده څوک پسي دررسېدای نه شي تاويلي چي په دې واده کي ګڼ شمېرطالبانوشتون درلودخوزه په قسم سره وايم که يوطالب هم دلته ؤطالبانوله دې ځايه لس کيلوميټرلرې داجنګ وکړداجنګ داسي رامنځ ته شوچي طالب مجاهدينوله درې ورځوراهیسي دروزګان لارتړلې وه نوامريکایانوچي پرطالبانويې وس نه رسېدپرواده يې را واړوله . افرين ددوئ پرمېړانه چي په دې تنګه محاصره کي يې هم په مېړانه مقابله وکړه اودشهادت جام يې نوش کړ.