ميدان وردګ: د ولایتي شورا د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل سوه

د لراوبر اداره | نوومبر 11th, 2008


په میدان وردګ ولایت کې د ولایتي شورا د ودانۍ د بنسټ ډبره  د (۱۴۵) زرو امریکايي ډالرو په ارزښت کیږودل شوه.


په میدان وردګ ولایت  په میدان ښار کې د ولایتي شورا د ودانۍ د بنسټ ډبره د ترکیې ولایتي بیاردغاونې ټیم په مالي مرسته د یولکو پنځه څلویښت زرو امریکايی ډالرو په ارزښت کیږودل شوه.


دولایتي شورا نوموړې ودانۍ په دوه پوړونو کې د څوارلسو(۱۴) خونو، دکانفرانسونو تالار، خوړنځای او نور د اړتیا وړ ضروریاتو په درلودولو سره  په درې (۳) جریبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول  د دوست هېواد ترکیې ولایتي بیارغاونې ټیم په مرسته د ۱۴۵ زرو امریکایي ډالرو په لګښت  جوړیږي ، دنوموړی ودانۍ د بنسټ ډبره دمیدان وردګ  والي محمد حلیم فدايي ،د ترکیې ولایتي بیارغاونې ټیم مشر جنید ،د ولایتي شورا ریس حضرت محمد جانان او غړویې  اوهمدارنګه   د دولتي ادراو ریسانو لخوا د یولړ مراسمو په ترڅ کې کیښودل شوه ، دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدايی د ترکیې دوست هېواد مرستې په نوموړی ولایت کې وستایلې  اوزیاته یې کړه  دغه مرستې به دمیدان وردګ ولایت  د ولس  په نیکو خاطرو کې دتل لپاره پاتې وي ، ښاغلی فدايی  په میدان وردګ ولایت کې د ترکیې هېواد د لازیاتو مرستو هیله وکړه.

Copyright Larawbar 2007-2024