په پښتو ادب کې د لر او بر پښتنو د یووالي انعکاس
ليکنه:سید الرحمان بهیر
لر او بر پښتانه سره یو دي ،نوک او وورۍ نه سره جدا کیږي او (لر او بر)چې وایو دا د امکان په اعتبار او که نه ټول یو تن او یو وجود دی .د ټولو یوه ژبه ده یو یې دین یو یې مذهب دی ،عنعنات او دودونه ،رسومات او خویونه ،افتخارات او تاریخ مو سره یو دی او ګډې ادبي او کلتوري اړیکې لرو .
پر چا چې بر پښتانه افتخار کوي په هغو لر پښتانه هم افتخار کوي .چا ته چې لر پښتانه بابا واي بر پښتانه هم ورته بابا واي د څه شي نه چې لر پښتانه خوند اخلي بر پښتانه هم ورنه خوند اخلي . که څه هم استعمار د پښتنو په منځ کې د بیلتون کرښه تیره کړې ده او په دغه ژوندۍ تنه یې د نامردۍ چاړه راښکلې ده مګر بیا هم اوبه په ډانګ نه بیلیږي واقعیت دا دی چې
د خیبر دره خو لار د تلو راتلو ده
په کابل او پیښور کې افغان یو دی
خیال کاکا خیل
زموږ ستر ادیب او خوږ ژبی شاعر ګل پاچا الفت په دې موضع کې داسې وايي
په کندهار کې که میر ویس او احمد شاه بابا دي
په پیښور کې خوشال خان عبد الرحمان بابا دي
یو شان ښکاریږي پښتنو ته که هغه که دادي
چې ابا سیند اباسیند بولي دوی د یو ابا دي
الفت لیکي :زموږ او د هغو رجال او اشخاص شریک دي ،پ تخیل لو تفکر کې څه فرق او بیلتون نشته ،ځکه چې ټول د یو مرکز نه الهام اخلو چې هغه پښتو او پښتنواله ده .
ارواښاد فضل محمود مخفي چې د پښتنو په منځ کې د بیلتون (ډیورنډ) کرښه ویني پښتنو ته واي دغه کرښه ورانه کړئ او سره یو شئ لکه چې روحا یو یاست جسما سره یو شئ او د بیلتون نښه له منځه یو سئ
لویو تپو د پښتنو په غره په سم پرتو درنو
لمسو د لویو پلار ګنو راځئ چې یو شو لیونو
یا لویه خدايه روانه کړې سپیره بیلتون لره دیره
نوموړی ارواښاد پراخه پښتنه خاوره او ددې خاورې جغرافیه داسې را پیژني :
کشمیر نه تر هرات هورې بلوچستان نه تر دورې
دا ټول پښتون دی هر چیرې څرنګه پروت دی زرې زرې
د یوه وجود په شان یې کړې یا خدایه دا زره زره
دا چې خان فخر افغان د ډیورنډ د کرښې نه ها خوا زیږیدلی دی او د هغه د وصیت سره سم د کرښې نه دیخوا ښخ شوی دی دا کوم تصادفي امر نه دی دا یوه ژوره فلسفه او ایدیه لري او دا ښئ چې د پولې نه ها خوا او دیخوا پښتنه خاوره ده کرښه او ډیورنډ کومه مانا نه لري او نه پښتانه سره جدا کولی شي . په همدې مناسبت کله چې د بابا جنازه ننګرهار ته راوړل شوه نو خوږ ژبي او ستر انقلابي شاعر سلیمان لایق د پښتنو د راټولیدو او د امو نه تر اباسیند ه پورې ددوی خاورې ته داسې ګوته نیسي
ننګر هاره تل بهاره زر رحمته زر عزته
ستا په هره لویشته باندې چې بابا دې مکاني شو
لر او بر سره ټول شوي معجزه نه ده نو څه ده
له امو تر اباسیند ه وطن ګرد د افغاني شو
کله چې په ۱۳۶۱ کال کې پاچا خان د تورخم په زنځیر پښه کیښوده نو ژړغونی غوندې شو زموږ نوموړي انقلابي شاعر دا حالت داسې تصویر کړی دی
پاچا خان چې نن تورخم ته را په شا شو
تور زنځیر د تور خم ته په ژړا شو
وي دا په چا کې توان د هو نشته
که د نن ورځې حساب بیا د سبا شو
همدا رنګه مشهور شاعر شمس بونیري د پښتنو د یووالي او د پاچا خان د زړه ارمان داسې تمثیل کړی دی
دا د یو نیکه خورې ورې ټبرې
دا د لر او بر جدا جدا خبرې
پښتنو!د پاچا خان دغه ارزوده
د بیلتون زنځیر دې شي له منځه لرې
چې امو هلته د ډیرې خندا شین شي
په مستۍ کې ورته دلته ابا سیند شي
دغه کور د پښتنو یو کول غواړي
دا ا لر او بر قیصې ورکول غواړي
د پښتو دغه څلوریځه ولولئ چې شاعر د جدايي کرښې ته د استعمار توره بلا ویلې ده
یه زموږ مسته اوازه پورته کیږه
د خیبر په لوړو څوکو را خوریږه
یه تر منځ د استعمار توره دیواله
اوس نو خوره دا ګوزارونه او نړیږه
په ۱۹۲۸ کال کې چې په افغانستان کې د استعمار په لمسون د سقاو په زریعه اخ او ډب په شدت سره روان ود پولې نه هغه خوا پښتانه په دې وضعیت زیات خواشیني او غمجن وو او ارام نشو کیناستلی او د جګړو د ختمیدو تبلیغ به یې په ژبه او قلم کاو ددغو بد بختیو او کورنیو جنګونو او د چور او چپاول تابلو هلالي په یو شعر کې ترسیم کړې ده چې یو دوه بنده یې اداي
ای د آرام او خوشالۍ نه نا اشنه وطنه
ای سر چینې د صداقت مهر اووفا وطنه
ای بد نصیبه ګیر غمونو کې بیا بیا وطنه
بې کس وطنه ای غریب او بینوا وطنه
اف دا پښتون قوم خو د خپله لاسه کور ورانوي
د حماقت په شراب مست دي دوی یې په زور ورانوي
خلکو اباد کړ خپل وطن دوی یې لا نور ورانوي
ستا دزړه سر غوڅ دی په تا جوړه غوغا وطنه
بې کس وطنه ای غريب او بې نو وطنه
ددې شعر د لهجې نه معلومیږي چې شاعر خان د افغانستان نه جدا نه ګڼي د افغانانو غم خپل غم بولي او غم جن دی همدا رنګه نورو ډیرو پښتنو شاعرانو د افغاني خاورې په چور او چپاو اوښکې تویولې او خپل احساسات یې ا وادب په څپو کې څرګندول چې دداسې شاعرانو له جملې نه یو محمد شاه خیال کاکا خیل و ده هیڅ وخت ځان د انګریزانو تابع نه ګاڼه بلکه ویل به یې زه د افغانستان تابع یم او د خپل شعر دا یو بیت به تل د ځان سره زمزمه کاوه
د خیبر دره خو لار د تلو راتلو ده
په کابل او پيښور کې افغان یو دی
نوموړی کاکا خیل د خپل اوږده شعر په یو بند کې د لر او بر پښتنو ځینو ګډو افتخاراتو ته داسې اشاره کړي ده
دا اوز راوریدل کیږي پښتونخوا د لوړو غرو نه
د آمو د سیند له څنډو د خیبر له سر درو نه
هندکش له لوړو څوکو د میر ویس روښان قبرو نه
د لر غوني غور له تړو د خټکو هدیرو نه
د بخدي له زړو مېنو د ځوان نسل له دیرو نه
چا چې سر لاس کې نیولی د هغو له خنجرو نه
چې یا نوی جهان جوړ کړه یا لاس واخله له ژونبدونه
ای بچیه د پښتونه ای د نوي ژوند مضمونه
پاڅه نوی جهان جوړ کړه
د نورو ډیرو شاعرانو نومونه اخیستی شو چې د افغانستان سره یې خوا خوږي په خپلو شعرونو کې څرګنده کړې ده او افغانستان یې خپل بللی دی پدې خصوص کې د فضل رحیم ساقي شعر ته ګوته نیولی شو چې په ۱۹۳۷ کال کې په پښتون مجله کې چاپ شوی دی په شعر کې د برو پښتنو سره ژوره علاقه څرګنده شوې او دا ښیی چې لر او بر پښتانه ټول سره یو دي څرنګه چې په ټول شعر کې د افغانستان سره عمیق احساس او ستره مینه بریښي ځکه نو ما ټول شعر را اقتباس کړ
تاج د مشرق رشک جنت دا چمن بوستان زموږ
جوړ دي له دې پاکې خاورې د ښکلي ځوانان زموږ
دوی پوره کوي د ژوند کل واړه سامان زموږ
وايي په خاپوړو کې ورکوټي ماشومان زموږ
دا افغانستان زموږ دی دا افغانستان زموږ
موږه پښتانه په استقلال د وطن ناز کوو
فکر هر یو کار کې په انجام او په اغاز کوو
ښکار په مرغزار کې ددنیا لکه د باز کوو
غرونو دریابونو باندې یو شانې پرواز کوو
مځکه هم زموږ ده دا پورته شین آسمان زموږ
دا افغانستان زموږ دی دا افغانستان زموږ
پورته شئ چې جمع شو میدان د ننګیالۍ کې نن
قوم چې شي یو موټی هغه وي په سوکالۍ کې نن
پورته له هر چا نه یو که یو شو په سیالۍ کې نن
ورک شو ډیر قومونه له دنیا نه پر کالۍ کې نن
یو وطن یوه وینه یو دین دی یو ایمان زموږ
دا افغانستان زموږ دی دا افغانستان زموږ
خوند کو ي پښتونه ستا ژوندون د شجاعت سره
څوک ټکریدای نشي زموږه لوی طاقت سره
نوم د مشرانو به ژوندی کړو په همت سره
مینه ده زموږ له خپل وطن او حکومت سره
قام زموږ دی نام زموږ دی تخت زموږ سلطان زموږ
دا افغانستان زموږ دی دا افغانستان زموږ
پورته د پښتون نشان میدان کې له دښمن دې وي
زوږ د بلبلانو دخندا ددې ګلشن دې وي
نوم لکه د لمر په شان روښانه د وطن دې وي
ناست دپښتنو د تخت دپاسه خپل خوږ من دې وي
سر دې شي اولاد دې شي دولت دې شي قربان زموږ
دا افغانستان زموږ دی دا افغانستان زموږ
موږه یو پیدا له ده نه دی زموږه پلار دی
ده نه زیږیدلی اکبر خان غوندې نامدار دی
غیږه کې پاللی ده میر ویس زموږ سالار دی
دې کې لوبیدلی د امان په شان سردار دی
ښخ دده سینه کې دي نوموړي مشران زموږ
دا افغانستان زموږ دی دا فغانستان زموږ
غونډ چې ملي غږ کړو له آمو نه تر کشمیره نن
لرې کړو دا فرق پرستي له هر پښتونه نن
ولې بې خبره یو دداسې خوږ ژوندونه نن
وویشه (ساقي)د محبت نه ډک جامونه نن
یاد چې تر قیامته وي هر چا ته دا اعلان زموږ
دا افغانستان زموږ دا افغانستان زموږ
ساقي صاحب په یو بل شعر کې د لر ا وبر پښتنو ګډ افتخارات داسې یاد کړي دي چې دا یو بند یې ولولو
میر ویس بابا په تور لحد کې خرڅولی نشم
ځواب شیر شاه او احمد شاه ته ورکولی نشم
د خوشال خان پګړۍ په خاورو کې لړلی نشم
خواري د خان فخر افغان په اور سیزلی نشم
د پښتنو خاوره بل چا ته پریښودلی نشم
آیا دا ډیره لویه خبره نه ده چې ساقي چې د پولې نه ها خوا د اشنغر په شنه او پراخه هواره کې زیږیدلی دی افغانستان د ځان بولي او داسې وايی
یو وطن یوه وینه یو دین دی یو ایمان زموږ
دا افغانستان زموږ دی دا افغانستان زموږ
ددغسې اشعارو او دغسې احساساتو نه په ښکاره معلومیږي چې د لر او بر پښتنو ښه او بده افتخارات او عنعنې سره یو دي او ټول د یو تن وجود ځان ګڼي او د بیګانګۍ احساس هیڅ متصور نه دی
و من لله التوفیق