کور / تازه خبرونه / څه باندی سل کسان اعدام کېدونکي دي

څه باندی سل کسان اعدام کېدونکي دي

رویټر د کابل څخه په خپل تازه خبر کی وایی چی څه باندی ۱۰۰ کسه قاتلان ، جنسی تیری کونکي ، تښتونکي او نور مجرمین اعدام کېدونکي دي او د هغوی د اعدام کېدو منظوري صرف د حامد کرزي لاسلیک ته منتظره ده . خبر وایی چی جنایتونه پدې وروستیو خصوصأ کابل کی له حده وتلي دي . خبر زیاتوی چی د تیری شنبې راهیسی د کرزي تر امضأ وروسته پنځه کسه اعدام سوي دي . یو قاضی چی د خپل نوم د ښودلو څخه یې ډډه وکړه رویټر ته وویل چی موږ همدا اوس ۱۲۵ اعدام ته منتظر کسان لرو چی د حامد کرزي لاسلیک ته په تمه دي . خو په جنیوا کی د ملګروملتونو د بشری حقوقو لوی ریسی مېرمن نوانی تیم پیلې وویل چی زه ځکه دغو محاکمو او اعدامونو سخته وبیرولم چی د کرزي حکومت پخپله اعتراف کوی چی زموږ قضایی او پولیسی سیسټم سخت نیمګړی حتی فاسد دﺉ . خبر زیاتوی چی قتلونه ، جنسی تیري ، تښتوني او نور جنایتونه په دې اوو کالو کی اوج ته رسیدلی دي .