کور / سياسي / ISI بالاخره مولانا فضل الرحمان رامیدان ته کړ

ISI بالاخره مولانا فضل الرحمان رامیدان ته کړ

داسې ښکاري چي ای ــ اس ــ ای د پښتنو سره په شخړه او جګړه کې له خپلو ټولو شتو زیرمو څخه د کارونې په لړ کې ، دا ځل مولانا فضل الرحمان رامیدان ته کړئ وي .
لکه څنګه چې ټول خبر دي ، د لرو پښتنو یوه غوښتنه دا ده ، د صوبه سرحد نوم چې د انګریزي ښکېلاک څخه پښتنو ته را پاتې دئ ، لرئ او دهغه پر ځای دې پښتونخوا او یا پښتونستان کېښودل شي . څنګه چې په پاکستان کې نور شته قومونه لکه پنجابیان ، سندیان او بلوچان هر یو د خپل قومي هویت سره سم ځانته نومونه لکه پنجاب ، سند او بلوچستان لري ، داسې پښتانه باید هم په خپل نوم یانې پښتونستان سره یاد شي . دا خبره چې صوبه سرحد به نور د پښتونخوا یا پښتونستان په نوم یادیږي ، د پاکستان ولسمشر اصف زرداري هم د پښتنو د مشرانو سره منلې ده او د پرنسیب له مخې دا یوه منل شوې او حل شوې خبره ده ، چې اوس باید عملي بڼه ونیسي .
خو ای ــ اس ــ ای بیا د پاکستان د منتخب ولسمشر اصف زرداري او د پښتنو له خوا د منتخبې نیشنل پارټي له غوښتنې څخه انجړه مشوړه جوړوي ، او خپلو لاس پوڅو ته لورښوونه کوي چې د هغې د پلې کولو مخه ونیسي .
د ټول افغان خبر له مخې  دې ورځو کې  «   د مولانا فضل الرحمان د جمعيت علماء اسلام د ډلې ايالتي مشر مولانا گل نصيب په پېښور کې يوې غونډې ته وېنا وکړه او وې ويل چې عوامي نېشنل گوند په سيمه کې د لوى پښتونستان د جوړولو توطيه جوړه کړې ده او په دې توگه غواړي پاکستان او افغانستان مات کړي چې دا کار جمعيت علماء اسلام او نورو اسلامي گوندونو ته د منلو وړ ندى. »
په هغه ټولټاکنو کې چې څه موده مخکې په پښتونخوا او پاکستان کې ترسره شوې ، جمعیت علما اسلام او نورو بنسټپالو اسلامي پارټيو  ټولټاکنې وبایللې ، دغه  ګوندونه نه په پښتونخوا او نه په پاکستان کې  کوم ولسي بنسټ لري . دوی غواړي چې په ټولټاکنو کې  خپله ماته اوس  په  یوه بل شرغوبل کې  پټه کړي  ، پښتنو او نیشنل پارټي ته په پښتونخوا کې داسې ستونځې پېښې کړي چې هغوی  د پښتنو په ګټه  په عمل کې څه ونه کړي  شي او بیا دوی پخپلو بریتو لاسونه تاو کړي چې موږ خو ویلې وو چې دو ی ( نیشنل پارټي ) د څه کولو جوګه نه دي !
دا چې لر پښتانه پخپل نوم سره یاد شي لکه د پاکستان نور ایالتونه چې د خپلو قومونو په نوم سره یادیږي ، پاکستان ته څه تاوان رسوي ؟
که چیرې په پاکستان کې د قومونو نابربري چې اوس شتون لري ، لري کړي شي او په پاکستان کې پښتنو ته هم د نورو قومونو پشان ملي حقوق ورکړئ شي ، پاکستان بچیږي که ماتیږي ؟
د ډیورنډ د تپلې کرښې پر دواړو غاړو د پښتنو یووالي نه پاکستان او نه افغانستان ته خطر دئ !
 د ولسونو په یووالي کې نه یوازې یو شوي ولسونه بلکې ګاونډي ولسونه هم پیاوړي کیږي .
څوک کېدای شي د پښتنو له یووالي څخه وډارشي ؟
تر ټولو لا ډېره بده داچې مولانا ګل نصیب وايي «   د باچا خان مرکز لخوا جوړو شويو ښوونځيو کې د “پاکستان شادباد” په ځاى د ملي ترانې په توگه د غني خان “اى زما وطنه د لالونو خزانې زما” غږول کېږي »
اوس باید تاسو قضاوت وکړۍ  ، چې دغه مولانا ګان چې له بده مرغه  ځانته پښتانه هم  وايي  ، د پښتو ژبې ، د پښتنو د ملي حقوقو  او د پښتنو د هویت په اړه  څونه دښمني لري ؟
له پښتنو سره دپه داسې  څرګنده دښمنۍ کې  ،  دوی له ډېرو نورو مرکزونو څخه شاباسې تر لاسه کوي .   دوی دا کارونه د ای ــ اس ــ ای  د رضا لپاره کوي  .  په دغه شان چلند سره دوی  خپلې شخصي ګټې هم خویندي کوي  .
دا  اوس ټولو ته جوته ده ،  په یوه مرکز د پښتنو  د راغونډېدو مخېوي ته څونه شیطاني ځواکونه ، سره يو ځای شوي دي !
ای ــ اس ــ ای  ، القاعده  ،  مولانا فضل الرحمان او مولانا ګل نصیب پشان  ځواکونه   ټول سره په ګډه  په دغه ناسپېڅلې   غورځنګ کې سره  یو موټئ دي .

تبصره نسته

  1. مرادزى صيب!

    زموږ د پښتنو يوه غټه بدبختي دا ده چې غشى مو تل له شا او خپل له
    منځه خوړلى دى او د دښمن په پېژندلو كې ډېر وخت اړوو او خپل كورنى دښمن هغه وخت
    پېژنو او يا باور مو پرې راځي چې دغه دښمن او د لستوڼي مار نور د بهرني دښمن له
    استعمال او ښيګڼې څخه ووځي او بيا لاش يې پر موږ را تاوان كړي چې دا سپى مو واخلئ
    چې موږ ته يې چغلي او ديوسي كوله. د پښتنو لوى دښمن او د اسلام لوى منافق چې په
    درجه كې د عبدالله ابن ابى نه هم لوړ دى مولانا فضل الرحمن، مولوي سميع الله، قاضي
    حسين احمد او نور مولويان چې د مسلمانانو غولولو له پاره يې سپينې پګړي په سر تړلي
    او تل د افغانانو د وژلو فتواګانې وركوي، له نن څخه نه بلكې له څلوېښتو كلو نو را
    په دې خوا د انګليس، عرب او پاكستان او نن نن امريكه هم ورسره اضافه شوه په پښه كې
    دي او د يهودو او نصرانيانو له پاره چغلي او چوپړ كوي.

    د ملايانو د دښمنۍ دغه سلسله له 200 كلونو څخه د افغانستان پر ضد
    د انګليسانو له خوا روانه وه او د فاټا سيمه يې پر كنټرولوله او د افغان دولتونه يې
    پر يرغمل كول، له كله چې فاټا له انګرېزانو څخه پنجابيانو ته په ميراث پاتې شوه نو
    انګرېزانو هم دغه دنده او خپل ټول استخباراتي اسناد او اجنټان(جاسوسان)
    پنجابيانو(اى ايس اى) ته حواله كړل او لكه د ميراثي سلطنتونو په شان د جاسوسۍ دغه
    دنده له پلار څخه زوى او يا له يوه ملا څخه بل ملا ته په ميراث رسېږي. زموږ ډېر
    هېوادوال او ساده مسلمانان لا تر اوسه په دې نه دي خبر چې د پاكستان د مدرسو خرچه د
    سعودي عرب په منځګړيتوب انګليس، اسرائيل او امريكايي يهودان وركوي.

    دغه پيسې يو څه د اى ايس اى او يو څه نور د لاهور او پنجاب د
    مذهبي ډلو له خوا دغو مدرسو ته وركول كيږي او په دغو مدرسو كې ناخبره طالب العلمان
    د يهودو او نصرانيانو په پيسو او لاس د يهودي او نصراني ستراتيژيو د پلي كولو او د
    اسلام او مسلمانانو د ځپلو له پاره روزل كيږي. تر څو چې د اسلام له ليكو دغه يهود
    او نصرانيان ختم نه شي او د دوى د شيطانت مركزونه يانې د پاكستان مدرسې ورانې او له
    خاورو سره خاورې نه شي، نو ډاډمنه اوسئ چې اسلام او مسلمانان به سمه ورځ ونه لري او
    د يهودو او نصرانيانو له ظلم څخه به خلاص نه شي. د مسلمانانو له پاره تر ټولو غټ او
    ستر جهاد د دغو ږيرورو شيطانانو مردارول دي چې دغه شيطانت او د انګليس او اسرائيلو
    نوكري يې له خپلو اخلافو څخه په ارث وړې. اوس كه مسلمانان د يهودو، نصرانيانو او
    اسرائيلو له شره د ځانونو ژغورل غواړي، نو بايد تر ټولو لومړى كورني يهودان او
    اسراييلو ته پاى وركړي او د دوى روزنځايونه يانې د پاكستان په سلو كې 98 مدرسې بايد
    له منځه يوسي.

    خير ډيرى پښتانه به نن له ما سره دغه خبره ونه مني خو چې د منلو
    وخت يې راشي بيا به پر موږ تېره وي.
    د دغو پاكستاني او د اى ايس اى د يهودانو او
    اسرائيلو د لاس نيالګي په افغانستان كې حكمتيار، رباني، مسعود، سياف، صبغت الله
    مجديدي،ملاعمر،كرزى او نور دي چې څېرې يې ټولو ته رسوا دي چې اوس يې هم مسلمانان نه
    پېژني نه به يې پېژني. الله ج دې پر سپېڅلو مسلمانانو ورحمېږي او منافقين دې الله ج
    په خپل غضب او رسوايۍ اخته كړي. امين ثم امين

  2. دډاكتر مراد زي ليكنه مي ولوستله سي مولا ګان داي ايس اي په لمسون
    دپښتنو لپاره  ونو په وركولوكي  خنډونه جوړوي ،
    خبره داده سي ټولو
    قومونوته  دخپل نوم حق وركړل سويدي خو يوازي پښتنوته نه وركول كيږئ ،دا ځكه سي
    دا دانګريزانو ميراث پاته او پاكستان هم په دي لاره روان دي ، دوي ويږي سي كه
    پښتنوته نوم وركو دوي بۀ نور ي غوښتنوته هم دعمل بڼۀ وركي سي داد پاكستا ن په زيان
    ده
    ولي كه هر وخت وي پښتانه بۀ خپل نوم او شان شوكت ترلاسه كړي ،
    راغلو ددي
    مولا ګانو كارونوته  تاسو تاريخ ته وګوري دامولا ګان چاراپورته كړيدي ؟ چا جوړ
    او تر تيب تنظم كړيدي تر ځوپه پښتنوكي دنفاق اورته لمن ووهي ،داټول دانګريزانو نو
    كران اود هغوي تالي ځټي ګو ډا ګيان دي  سي داسلام تر نامه لاندي  داسلام
    خلا ف كارونه كو ي دانګريزانو او امر يكايانو لپاره كوي .دوي ته ځه تاوان رسوي سي
    پښتانه دي په خپل نامه ياد سي ، اخير دوي هم پښتو خبري كوي ، اوس تول خلګ پوهيدلي
    دي سي دا پښتانه نه دي يوازي پښتو خبري كوي ،دو پلورل سوي دنورو ګوډآ كيان دي ،
    ددوي توري كرغيړني ځيري او ببري ګير ي اولس پيزندلي دي ، هيځ منتر او جادويي كارنه
    كوي ، دافسوس خبره خو داده سي ددي ټولونارواووسره سي دوي له پښتنو سره كوي بياهم
    نادان او غوليدلي پښتانه ورته سرونه ښوروي ،ټول په دي پوهيږئ سي پر قبايلو 
    جكړي هم دوي پيل كړيدي ، دي جګړوته دوي لاره هواره كړيده ،
    نيشنل ګوند يوملي
    پښتون پال ګوند دي په ټول توان بآيد زرترزره  په اصف زداري ولسمشر بآندي
    دپښتونخوانو م تاس و عملي كي تر ځو مخكي له مخكي ددوي ناوړه ځيري او عملونه دسيسي
    له منځه ولاړي سي ولي نيشنل دنوم په رسمي كولو كي ځنډ كوي و دي تاريخي باريكي ته
    بآيد جدي پاملرنه وكوي ،كه يي داواري هم چانس دلاسه وركو نو بيا به مشكله وي داسي
    مو قع دي په لاس ورشي ،
    پښتانه خپل نوم اوشان غواړي دوي ته به وركول كيږي ،
    نيشنل ته داهم په كار ده سي پښتنوته په ايمانداري او صداقت  كار وكوي ، لوي او
    له ځان غوښتني نه تير شي  و په هر بيه سي خپل خلګ خوشحاله وساتي ډئر لو ي ګيره
    ور او شكره ور ليوان ورته په لاره كي ناست  دي ، پښتنوته بآيد زرتر زره خپل نو
    م په رسمي ډول وركړل سي ،ددي ټول پښتانه ملګري  او غوښتونكي دي ،

  3. سلامونه ملګرو
    زما ورونو دخدای لپاره راویښ شی او خپل ځان ووپیژنی ترکومه به داسې ړانده کاڼه ګرڅی دا مولاناګان وغیره ددوی مخه وه نیسی او رسوا یی کړی دویی ټولې دنیا ته یی وه ښایی چې دا عالمان نه بلکې د عالمانو په جامو تور داغ دی او همدوی همیشه د پښتنو د پرمختګ لار نیولې ده دا اسلام خو ددوی د پلار نیکه جایداد نه دی او یا دوی خو څه پیغمبران نه دي دا د علماوو په نامه تور داغونه دي سر ه یو شی او له ټولنې یی پسې او باسی دا همیشه د پرنګیانو ملګري پاتی شویدي مرګ دي و ي په داسې بیشرمو غلامانو د لوی اسلامي پښتونستان په هیله

  4. د لر او بر ویب پاڼې چلونکو ته سلامونه