وحشيانه بمبارۍ او د حکومت ذمه واري

د لراوبر اداره | نوومبر 11th, 2008


له اووه کالو راهيسي امريکا دمسلمانانو په بيخي کندي پسي پيښي رالوڅي کړي دي او پدي اوو کالو کښې مظلوم او بي چاره مسلمانان  يي په بي ګناه او بي علته بمباريو په دايمي خوب ويده کړي دي  د سپتمبر د ويوولسمي پيښې راپدي خوا امريکا د ترويزم او ترهګرو په ضد جګړه اعلان کړه او په هغه وخت کښې پدي وينا چي ترويزم او دهشت ګرد د خلکو دښمنان او ويني تويونکي دي او د دوي څخه نړۍ پاکه کړاي شي لښکر کشي وکړه او د دهشت ګردو سره يي جګړه شروع کړه خو پدي اووکلنه جګړه کښې دهشت ګرد دومره پياوړي او غښتلي شو چي اوس يي دامريکايانو نه هم لاره خطا کړي ده چي په کومه وتښتي دا صرف او صرف د امريکايانو دبي عقلي او بي فکري له وجي . پدي اووکالونو کښې امريکايانو ډير بي ګناه او معصوم خلک مړه او په قسماقسم شکنجو او مشکلاتو کښې يي راګير کړي دي څو څو ځله امريکايانو په ملي مشرانو ، ملي غونډو ، په ولسي وګړو ، په مدرسو ، جوماتو د واده په مراسمو او حتي په کورونو کښې پر وړو وړو ماشومانو ډير بي رحمه او وحشيانه حملي وکړي دافغانستان خلک ديرش کلني جګړۍ دومره زيات ځپلي چي اوس د ودريدلو توان هم نلري وروسته د روسانو د جګړۍ څخه په داخل د افغانستان کښې کورنيو جګړو ډير مسلمانان هم  په شهادت ورسول او هم ډير مسلمانان د خپل ګران وطن څخه هجرت کولو ته اړه شول په بهرنيو هيوادونو کښې تراوسه پوري افغانان په قسماقسم کړاونو ، تکليفونو او مشکلاتو کښې اخته دي خو اوس سوال دا پيدا کيږي چي مونږ خو ډير ولوبيدلو او ډير څه مو وليدل مګر ولي بيا هم زمونږ مغز فلج او د فکر او عقل له قوي څخه محروم دي ولي موږ دخپل وطن څخه دفاع نشو کولاي او ولي موږ د کړيدلواورنځوهلو افغانانو ورورنو لپاره دوا نشو جوړيدلي ؟
دافغان حکومت ولي دهغو وحشيانو لاسونه د ظلم او ستم څخه  نه نيسي چي په هر ځاي کښې يي افغانان وژلي دي دافغانستان حکومت ولي دغو بهرنيو وحشيانو ته د دوي دا ناوړه او کرغيړن عملونه  ولي نه ورښيې بيغر د کومي پوښتني بيغر د کوم  تحقيقاتو څخه چي کوم ځاي يي زړه شي هلته بمبارۍ کوي او وروسته بيا وايي چي موږ څخه غلطۍ شوي . څو ورځي مخکي د کندهار د شاولي کوټ په ولسوالي کښې دامريکي الوتکو پريو واده بمبارۍ وکړه چي په لسګونو بي ګناه او ولسي وګړۍ چي زياتره يي ماشومان اوښځي وي په شهادت ورسول  د کندهار د والي روفي په خوله دغو ړندو او بي رحمانه وحشي حملو 90 کسان ووژل او 23 کسان يي ژوبل کړل دا بمبارۍ  پداسي حال کښې ترسره شوه چي د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کښې په يو کور کښې د دريا غږ ، د خوشحالي ورځ ، دپيغلي او ځوان د ارمانونو ورځ ، د خپلو خپلوانو د راغونډو ورځ ، د خندا ګانو ورځ وه چي ناڅاه پري امريکايي الوتکو رڼا ورځ په توره شپه بدله کړه . او دهغي پيغلي او ځوان چي د مودو مودو راهيسي يي په زړونو کښې د ارمانونو پنډکۍ تړۍ ؤ ، او د مودو مودو راهيسي يي رازونه په زړونو کښې ساتلي ؤ د هغي دغه خوشحالي يي په لړمون خوړنۍ غم بدله کړه د کندهار والي روفي د دي بمبارۍ په ترڅ کښې ويلي و چي په واده بمبارۍ په غلطۍ کښې شوې او دا ټول د طالبانو له لاسه دي ځکه چي طالبان د ولسي ميشتو سيمو څخه پرامريکايانو بريدونه کوي خو د روفي صاحب د دي وينا په ترڅ کښې به زه داسي ووايم چي دا خو يو ځل ندي چي امريکايان ولسي وګړۍ بمبار وي بلکه په لسکونو ځله يي داسي کارونه کړي نو آيا هرځل طالبان له ولسي ميشتو سيمو څخه پرامريکايانو بريدونه کوي که چيري داسي وي نوطالبان دومره نه پوهيږي  چي که چيري موږ پدي سيمه کښې عمليات تر سره کړو ولسي خلکو ته پکښې زيان دي  يا طالبان د ولسي خلکو مرګ ژوبله غواړي؟ يا طالبان ددي وطن د ازادي د پاره نه جنګيږي ؟ آيا طالبان دافغانانو دښمنان دي دا يو ځل نه بلکي په هرات ، نورستان ، کنړ  ، کندز ، هلمند او همداسي نورو ولايتونو کښې دغو وحشيانو د مظلومو افغانانو دخوشحاليو  په غونډو داسي بي رحمانه حملي کړي چي د زغملو وړ ندي هلته خو د طالبانو نوم هم نه ؤ او نه طالبان هلته ول مګر دغو وحشيانو هغه خوشحالي په غمونو واړولۍ.
څو مياشتي مخکښې د ننګرهار ولايت د کمالي نومي کلي چي هلته هم د واده مراسم ؤ هم بمبارۍ شوي ؤ چي له امله يي د زوم او ناوي په شمول شل کسان په شهادت ورسيدل آيا دغه هم طالبان ؤ ؟ د ايتلاف د ځواکونو ويندوي ويلي ؤ چي دغه ناوي د طالبانو سره لاس درلود . مګر دننګرهار ولايت خلکو ويل چي دا ټول دروغ دي او په قصدي توګه يي بمبارۍ کړيده همداسي دنورستان په ولايت کښې څو مياشتي مخکښې هم په ولسي وګړو د شپي لخوا دامريکايانو الوتکو بي رحمانه حملي کړي وي چي په ترڅ کښې يي 20 کسانو څخه زيات په شهادت رسيدلي ؤ . اووروسته د هغي څخه د نورستان ولايت  دملي شورا ريس ويلي ؤ چي دا ټول بي ګناه خلک ؤ مګر د ايتلاف ځواکونو ويل چي دا طالبان ؤ همداسي دهرات په شينډنډ ولسوالۍ کښې هم دامريکايانو د بمبار له وجي له 90 کسانو څخه زيات په شهادت ورسيدل چي اکثره يي واړه ماشومان اوښځۍ ؤ آيا دغه هم طالبان ؤ ؟  که داسي وي نودافغانستان ټول خلک خومسلمانان دي . ايا دوي دافغانانو د وژلو لپاره راغلي ؟
دوي دافغانانو وړوکۍ معصوم بچيان چي په زانګو کي پراته وي هم دهشت ګرد بولي او په زانګو کي پراته واړه واړه بچيان يي هم په شهادت رسولي دي دافغانستان  اوسني حکومت د دغو وحشيانو په مقابل کښې د يو سمبول حيثيت لري ځکه دوي داسي ازادنه  او د زړه د اخلاصه چي چيرته وغواړي هلته بمبارۍ کوي  دا معني ورکوي چي افغان حکومت هيڅ سلاهيت نلري اوبغير دبهرنيو ځواکونو دافغان حکومت هيڅ شي نشي کولاي هغه د بشر دوستو ټيکه داران څه شول ايا بشردوستي د بي ګناه او مظلومو خلکو وژل دي ؟ ايا روغه او جوړه همدا ده ؟ ايا دايتلاف ځواکونه د همدي لپاره راغلي ؟ ايا امن د همداسي وحشيانه او بي رحمانه حملو لخوا راتلي شي ؟ ايا دوي سوله او روغه د مرګوني بمباريو او د ودانيو په ورانيو کښې ويني ؟
 بل د افغانستان د حکومت خلکو ولي د دوي په مقابل کښې خولي تړلۍ پارليمان خو د وطن دخلکو دسوکالي او ارامي لپاره جوړ شوي د پارليمان ريس د پارليمان غړۍ د دي بمباريو مخه ولي   نه نيسي په پارليمان کښې خو اکثره هغه خلک اوس ناست دي چي پخوا به يي د جهاد او د وطن د ازادي چيغي وهلي د پارليمان اکثره غړۍ خو مجاهدين دي دوي خو  د افغانانو د حالاتو څخه ښه خبر دي ولي دوي خپل غږ نه اوچتوي ؟ دغه چي د ورځي په لسګونو بي ګناه او مظلوم خلک په مختليفو ولايتونو کښې وژل کيږي ايا دوي افغانان ندي ؟

اي د نړۍ طاقتورو هيوادونو ! بس کړي نور دمظلومو مسلمانانو وژل . مه د خلکو ژوند د خطر سره مخ کوي . سوله او امن په وژنو او ورانيو نه راځي . اونه هم د ملک په اوږدلو باندي راځي که چيري بياهم دملکي خلکو وژل او پر هغوي بمبارۍ کول ختم نه شو نو دوخت د نا امني حالاتو څخه دا څرګنديږي چي کيدي شي چي يو ځل بيا له څرنګه چي 30 کاله مخکي خونړۍ جګړه ؤ يو ځل بيا شروع شي او يو ځل بيا له څنګه چي روسانو سرټيټي وتښتيدل همداسي د ايتلاف ځواکونه هم په شا وتمبول شي او ټول جهان ته سرټيټي شي .

Copyright Larawbar 2007-2024