کور / تازه خبرونه / پېښور کې ځان وژونکې حمله وشوه

پېښور کې ځان وژونکې حمله وشوه

 

د پېښور د صدر بازار سره په خواکې د پښتونخوا ايالت د لوى سپورتي ستاديوم ( قيوم ستاديوم ) په دروازه کې شوې ځان مرګې حملې  څلور کسان ووژل او ديارلس نور يې ټپيان کړل . په لوبغالي کې دامهال د شلو زرو نه زيات نندارچيان موجود و او که بريد کونکى په دې بريالى شوى واى چې دننه لاړ شي نو ښايي د تلفاتو شميره به ډېره لوړه واى ..
په ځان مرګې حمله کې ټپي شوي کسان دپېښور په ليډي ريډنګ روغتون کې ددرملنې لاندې دي او د ډاکټرانو وينا ده چې د څلورو کسانو صحي وضع د اندېښنې وړ ده .
دسرحد ايالت د پوليسو يو مسئوول  ملک نويد وايي  ځان مرګي بريد کوونکي د زرګونو نندارچيانو او د کابيني د وزيرانو د وژلو تکل کړى و :
 د پاکستان د طالبانو غورځنګ ددې حملې مسئووليت قبول کړى دى ،په دره ادم خيل کې د طالبانو د غورځنګ يو وياند وايي داحمله د يو دوه ويشت کلن طالب ځوان له خوا ترسره شويده .:
پيښور د نړۍ د نا ارامه ښارونو په ليک لړ کې په دې وروستيو کې لومړى مقام تر لاسه کړى ، له دې ښاره خلک ډاريږي او کډې باسي خو ډېري خلک چې د وتلو توان نه لري د ډېرو اندېښنو سره مخ شوي دي .