کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: امريكايي لوړ پوړى چارواكى ووژل سو

پښتونخوا: امريكايي لوړ پوړى چارواكى ووژل سو

د پېښور څخه وركړل سوي خبرونه وايي په دغه ښار كي د امريكا د USAIDموسسې يو لوړ پوړى مشر نامعلومو وسله والو وواژه.
دغه امريكايي تبعه په قبايلي سيمو كي د امريكا د پراختيايي ادارې يو، ايس، اې، آى، ډي موسسې د هغو مرستو د وېشلو مسئوليت پر غاړه درلود چي په سيمه كي د طالبانو پر ضد جنګونو كي په يوه او بل ډول زيانمن سوي دي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت لا تر اوسه په دې باب خپل نظر نه دئ څرګند كړى، خو په اسلام آباد كي د امريكا سفارت د نوموړي مړېنه منلې ده.