کور / تازه خبرونه / ددفاع وزارت : په کندهار کې ۷۰ مشکوک وسلوال نېول شوي دي.

ددفاع وزارت : په کندهار کې ۷۰ مشکوک وسلوال نېول شوي دي.

د افغانستان ددفاع وزارت چارواکي وايي د کندهار په ښار کې یې په تېرو دوو ورځو کې د اتل په عملیاتو کې اویا مشکوک وسلوال نېولي او د پلټنو لپاره یې ملي امنیت ته سپارلي، ددفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي نن په کابل کې د ایساف او ایتلاف ویاندویانو سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل د اتل په نوم دغه عملیات چې دوه ورځې وړاندې په کندهار ښار کې پيل شوي په ترڅ کې یې د طالبانو دوه قومندانان حیات الله او محمد داود هم نېول شوي دي.
جنرال ظاهر عظیمي دا ډول د طلوع په نوم د عملیاتو په اړه هم معلومات ورکړل وی ویل د طلوع عملیات په تېره میاشت کې پيل شوي او ښايي تر شپږو میاشتو پوری دوام وکړي، ددفاع وزارت ویاند خبریالانو ته وویل پدی وروستیو کې د وسلوالو له خوا په چاودنو، کمینونو او ځانمرګو کې زیاتوالی راغلی، هغه وویل له تېری یوی میاشتې راهېسې په ملي اردو ۸۸ چاودنې شوي چې په ترڅ کې ۱۱ سرتیري وژل شوي دي.
عظیمي خبر ورکړ چې د روانې میاشتې تر پایه به د ملي اردو شمېر اتیا زرو ته ورسیږي.
پدی خبري ناسته کې د ایتلاف ویاند ډګروال ګریګ جولیان بیا د ملکي وګړو د وژنې په اړه وویل چې ایتلاف او ایساف پداسې تګلاری کار کوي، ترڅو د ملکي تلفاتو مخه ونېول شي، هغه وویل له هوايي بمباریو د وروستۍ وسېلې په توګه باید کار واخېستل شي، د ایتلاف ویاند د پلي ځواکونو د ډېرښت غوښتنه وکړه وی ویل که چېری پلي سرتیري زیات شي نو له هوايي بمباریو به مخه ونېول شي، چې دا کار د ملکي تلفاتو کچه ټیټولی شي.
پدی خبري ناسته کې دا ډول د ایساف ځواکونو ویاند بیا وویل چې پدی وروستیو کې له پاکستان سره اړېکې ښې شوي دي.