کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزي د کندهار ځانمرګی برید غندلی.

ولسمشر کرزي د کندهار ځانمرګی برید غندلی.

ولسمشر حامد کرزي دکندهار په ولایتي شورا باندي ځانمرګی برید چې نن ترسره شو، غندلی لر او بر ویبپاڼې ته د ولسمشرۍ د رسنیو ددفتر له لوري راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ولسمشر کرزي دا ډول دنازو آنا دلیسې په زده کوونکونجونو باندې دتیزابو شیندونکي هم په کلکه غندلي دي.
خبرپاڼه وايي د افغانستان دښمنانو نن دکندهارپه ولایتي شورا باندې تروریستي بمي برید وکړ چې له امله یې شپږ تنه عام وګړي وژل شوي او ددوه څلویښتو په شاوخوا کې نور ټپیان شوي دي، چې په وژل شویو کې یوه ښځه هم شامله ده.

خبر پاڼه دا ډول لیکلي چې نن سهار دکندهار ولایت په میرویس مینه کې دنازو آنا دلیسې په اتو تنو زده کوونکو نجونو باندې چې ښوونځي ته روانې وې، ددوه تنو موټرسایکل سپرو لخوا تیزاب وشیندل شول چې له امله یې شپږ تنه زده کوونکې نجونې ټپیانې شوې چې دهغوې له جملې څخه درې له درملنې وروسته کورونو ته ستنې او درې نورې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

ولسمشر چې دا مهال دسولې دفرهنګ په نړیواله ناسته کې دګډون په موخه دامریکا دمتحده ایالاتو په سفر بوخت دی، ددغه خبر په اوریدو سره خواشینی شوی او دا کړنې یې دسولې، پرمختګ او دافغانستان دخلکو ددښمنانو کار بللی
دا ډول د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو قومندان جنرال مک کرنن هم ننی ځانمرګی برید غندلی.