کور / تازه خبرونه / دایساف یوه ګرځنده کاروان یو ماشوم وواژه.

دایساف یوه ګرځنده کاروان یو ماشوم وواژه.

د ایساف ځواکونو یوه ګرځنده کاروان پرون په کابل کې یو تنکی ځوان په موټر وواهه او هغه یې وواژه ، د ایساف د ځواکونو له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې ایساف ویلي چې د دوی کاروان په لاره وه دغه تنکي ځوان یې مخ ته منډه کړه د کاروان لومړي موټر تری ځان بچ کړ ولې د کاروان دویم موټر هغه وواهه او روغتون ته په لار یې ساه ورکړه، د ایساف ویاند ریچارد بلانچې پدی پېښې خواشیني څرګنده کړې، تر دی وړاندې څوځلې د ایساف او ایتلاف ځواکونو په کابل او نورو ښارونو کې په ګڼو پېښو کې ورته کړنې ترسره کړي.