کور / راپور / دره آدم خېل: تر طالبانو غله ښه وو (راپور)

دره آدم خېل: تر طالبانو غله ښه وو (راپور)

 

د پاکستان تر ټولو سترې ورځپاڼې “ډان” د نومبر د مياشتې په دولسمه نېټه په يوه ليکنه کې ويلي چې د پاکستان د پېښور او کواټ ترمنځ د دره ادم خېل د سيمې اوسېدونکي هغو غلو او ډاکوانو ته دوعاګانې کوي کومو چې دغلته له طالبانو وړاندې حکومت کاوه.
دغه راپور چې د ناصر يوسف په نامه د ورځپاڼې يو ليکوال چمتو کړى پکې د سيمې د اوسېدونکو په حواله ويل شوي چې کله لومړى طالبان دره ادم خېل ته راغلل او د امير په نامه يو غټ او مشهور غل چې په “چرګ” يې شهرت درلود او د هغه ملګري يې ووژل او د شريعت غږ يې جيګ کړ نو د سيمې اوسېدونکي ډېر خوښ شول، خو ډېر زر پوه شول چې هغه غله د طالبانو نه ډېر ښه وو.
د راپور له مخې د دره ادم خېل يو اوسېدونکي فېض محمد وويل: ((هغه غله د طالبانو نه زر درجې بهتر وو، ځکه چې هغوى به په لاهور او کراچۍ کې موټرې غلا کولې او دلته به يې راوړلې، خو دلته يې د چا سره هيڅ بد نه کول، ښوونځي محفوظ وو، خلکو خپل کارونه کول، هوجره جومات اباد وو، جرګې مرکې کېدلې او خپلمنځي دښمنيانې وې خو دومره سختې نه وې چې خلکو ترې کډې کړې واى.))
فېض محمد زياته کړه ((مګر د کوم وخت نه چې طالبان راغلي دي نو د ښوونځيو په معصومو ماشومانو ظالمانه بريدونه کوي، په جرګو او جوماتونو کې خلک ترور کوي، د بره نه بمبارۍ کېږي او په زرګونو خلک يو ځاى بل ځاى ته په کډه کولو مجبور شوي دي.))
هغه دا هم وويل چې په دره ادم خېل کې د کلونو کلونو راسې د وسلو او نورو ممنوعه شيانو کاروبار کېده او د غلو هم څه کمى نه و خو هيڅکله د کواټ – پېښور لاره نه وه بنده شوې او نه هم څوک د چا په کورونو ورننوتي وو، خو د طالبانو د لاسه د کواټ – پېښور لاره او نورې مهمې لارې هم هره ورځ بندې وي چې له امله يې د کراچۍ نه تر جلال اباد ټول پښتانه په عذاب او تکليف کې وي. او د کواټ تونل چې د کلونو کلونو د خوارۍ او کار او د مليونونو روپو په خرڅ جوړ شوى و طالبانو په يوه ورځ کې له استعماله وويست.
فېض محمد پوښتنه وکړه: ((دا څنګه شريعت او جهاد دى چې د ښوونځي ماشومان وژنه، د خلکو په کورونو ننوځه، جنګونه او قتلونه کوه او لارې بندوه؟))
د فېض محمد نه پوښتنه وشوه چې د طالبانو په اړه د دره ادم خېل د خلکو عمومي نظر څه دى؟ نو هغه وويل: ((ټول خلک دوعا کوي چې پخوانو غلو ته دې خداى اوه واړه جنتونه نصيب کړي، مونږ هغوى ته بد خلک ويل خو اوس چې کومه بده وضعه وينو نو هغوى راته بزرګان ښکاري.))
د يادونې وړ ده چې د کوم وخت نه په دره ادم خېل او ورسره شاوخوا سيمو کې طالبان راښکاره شوي دي نو د پرله پسې جګړو، بريدونو، بمباريو او بې امنۍ د لاسه د سيمې درې برخې خلک پېښور او کواټ ته کډه شوي دي او نور چې کوم پاتې دي هغوى هم د کډه کېدو پلان لري.