کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ټوپکسالاره له خدايه وويريږه

ټوپکسالاره له خدايه وويريږه

افغانستان دېرش کلن جنګ کې تباه شوى ځکه چې افغانستان ته ټوپک راغلى هره ټولنه کې چې سوله او ارامي وي که همدې ټولنې ته يوڅوک ټوپک يوسي نو خامخا به دغه ټولنه د اور په لمبو کې سوځي او هغه پخوانۍ سوله او ارامي لدې ټولنې څخه کډه کوي.
افغانستان ته ټوپک په لاس سرې لښکرې راغلې او افغانستان يې د جګړې په لوې ډګر تبديل کړ.دسرو لښکرو په راتګ دافغانستان څخه سولې او ارامۍ خپل صادر ټول کړ او تر نن ورځې پورې افغانستان په خپل سر دسولې اوارامى څادر نلري.سرې لښکرې له افغانستان څخه ووتلې او افغانستان يې داور تنوروګرځاوه .افغانستان ته دسرولښکرو دمخه نورو قومونو لکه چنګېزيانو ،انګريزانو هم خپلې پښې راغځولي او بېرته يې دافغانستان څخه په شرمېدلي مخ کډه کړې .ځکه دافغانستان قوم نړيوالو ته يوباشهامته او دغلامۍ دځنځير ماتونکى قوم معلوم شوى .
سرې لښکرى دافغانستان څخه مخلصو ، زړورو مجاهدو اتلو شړلو ته اړباسلي هغه چاچې په افغانستان کې دروسانو په مقابل کې جهاد کړى او دخپل وطن دپاره يې خپل سرونه قرباني کړي دافغانستان په تاريخ کې نومونه په تلپاتې زرينو کرښو ليکل شوي.او يا هغه چا چې دجهاد وروسته دخپل خداى سره وعدي کړي دي چې نه به داسلام نوم بدوي او نه به دافغانستان نوم بدوي دافغانستان قوم ورباندې وياړکوي .
مګر که روسانوافغانستان ته له ځانه سره جنګ راوړ اوپه افغانستان کې اوربل کړ بلکه ددې ترڅنګ بل چاته ګوته هم نيول کيږي چې دروسانو څخه يې زيات ظلم او ورانى وکړ .
داهغه څوک وه چې ديو نيم ميلون شهيدانوپه وينو ، ديتيمانو په ارزوګانو ،او دکونډونو په عزتونو يولړ وطن خرڅونکو اودافغانانو دوينو سوداګرو دخپل څوورځني ژوند اوچوکۍ لپاره دملت دوينو څخه لوړپوړيزه ودانۍ جوړې کړې .دجهاد په دوران کې يو لړ اشخاصو دمجاهدينو تر څنګ پرديو ايجنټانو او پرديو لاس پوڅو دجهاد دسپېڅلي نامه څخه داسې ناوړه استفاده وکړه چې تاريخ يې په ليکلو شرم کوي.
همدغه ټوپکسالاران ول چې دروسانو په وتو يې دکابل ښار په کندواله بدل کړ، همدغه ټوپکسالاران ول چې دجهاد په نامه يې دمجاهدينوترڅنګ وخت تېراوه او بهرنيانو ته به يې جاسوسي کوله ، همدغه ټوپکسالاران ول چې دروسانو دماتې وروسته يې دهماغه شړل شوو روسانوسره په ماسکو کې پروتوکولونه لاسليک کول ،دفرعون دزمانې نه په تېريدو سره همدې ټوپکسالارانو د جاهليت د دور کړنې تکرار او دانسانو په سرونو يې ميخونه وهل، همدغه ټوپکسالارانو دافغاني ميندو په عزتونو لوبې وکړې او دخپلې واکمنى په دوران کې له افغاني مېرمينو څخه سينې غوڅولې ، ……………………………..
که جهاد يې دروسانو په مقابل کې کاوه نو دافغانستان مظلوم او بېچاره ولس څه ګناه وه چې کورونه مو وروران ول .اوپرته له کومې ګناه څخه مو په بمونو اوټوپونو غوښې الوزولې اوس پوښتنه داسې راولاړيږې چې تاسوټوپک دروسانو په مقابل کې راخيسي وه او که دخپلې چوکۍ دترلاسه کولو لپاره ؟
که بېطرفه قضاوت وشي او ددوي ټوپکسالارانو اعمالو ته وکتل شي نو که دوي دکمونستانو او روسانوپه مقابل کې جنګېدل نو اوس دهماغه کمونستانو او روسانو په غيږ کې پراته دي او اوږه په اوږه ورسره يوځاى روان دي.نو بې لدې چې څه وويل شي ځواب به يې داوي چې دخپلو شخصي موخو او دچوکي دترلاسه کولو لپاره جنګېدل .
همدغه ټوپکسالارانو دکعبې شريفې په پاکه او سپېڅلې خونه کې دخپل خداى له لوري په راليږل شوي پيغام قران عظيم الشان باندې خپل نجس او ناولي لاسونه کېښودل او قسم يې وکړ چې نور به دافغانستان دورانولو څخه لاس اخلې ولې کله چې دوي بېرته خپل هېواد ته راستانه شول دخپل خداى سره کړې ژمنې يې هېرې او دافغانستان دبربادولو پروسه يې بيا شروع او خپلو شوموموخوته يې دوام ورکړ.
يو څوک چې د هغه چاڅخه ويره ونلري چې ټول ژوند او مرګ يې دهغه په لاس کې دى نو دانسانانو دوينو دتويولو او دانسانانو دقتلولو څخه به څه ويره ولري .
ټوپکسالاران هماغه پخواني ټوپکسالاران دي خومخونه يې بدل دي که پخوا يې دجهاد په نامه سره دافغانستان ملت ته دوکه ورکوله اوس يې دمجاهدينو دنامه نه په استفادې ملت ته دوکه ورکوي .
که دافغانستان اوسنۍ امنيتي فعلي وضعې ته وکتل شي نو دامنيت په خرابوالي کې ټوپکسالارهم ترچاکم ندى همدا جنګسالاران دي چې وسله والو ګروپونو ته په پټه وسلې استوي او په ښکاره ډول د حکومت تر شا ولاړ دي ، ددولت مهم اوکليدي وزارتونه ،رياستونه ،او نورې لوړپوړې چوکۍ دټوپکسالارانو په لاس کې دي .
دملې امنيت او استخباراتو په رآس کې همدوي ټوپکسالاران قرار لري چې دنړيوالو ځواکونو په بمبارۍ کې دبې ګناه ملکي وګړوپه وژلو کې همدغه دټوپک خاوندان د غلطو او غېرو دقيقو معلوماتو په ورکولو سره دپښتون ملت وينه بهوي ، په افغانستان کـې اساسي قانون دومره دقابليت وړندى لکه څومره چې ديوټوپک سالاريوه ټوټه خط داجراوړدى ، که دښار په هره سيمه کې ښه او قيمتي ودانۍ وي هغه به دټوپک سالاروي، ښه او قيمت بها موټر به دټوپک سالار وي ، غټ او عصري مارکيټونه به د ټوپک سالار وي ، په بهرنيو بانکونو کې ډيرې پيسې به دټوپک دخاوندانو وي ، که چيري يوڅوک د ټوپک دخاوندانو څخه ددمره ډيرو پيسو ، جايدادونو ، مارکيټونو ، کورنو او نورو په هکله پوښتنه وکړي چې تاسو دومره ډيره سرمايه او دارايې له کومه کړه ؟
شايد دپوښتنې دورکولو پرځاى پوښتونکى دتحقير او تهديد لاندې راشې او دخپل ژوندخطر احساس کړي ،مګر مونږټول پدي خبره پخه او کلکه عقيده لرو چې داسې يوه ورځ راتلونکي ده چې دټولو ژنديوموجوداتو پالونکى او هغه څوک چې ددغه مخلوقاتو ژوند او مرګ يې په خپل لاس کې نيولى دټولو انسانانو څخه دحساب پوښتنه کوي، پداسې وخت کې به دغه دټوپک خاوندان څرنګه ځواب ورکړي؟
ايادوي دداسې يوې ورځې دراتلو انتظار نه کوي ؟
ايادوي داخرت دعذاب څخه ويره نه لري ؟
ايادوي پدي نه پوهيږي چې په داسې ورځ به دانسان ټول اندامونه په همدغه انسان شايدي وايي؟
ايادوي پدې نه پوهيږي چې الله ج هر څه بښي مګر دانسان حق هيڅکله نه بښي ؟
که پدې ټولو ښه پوهيږي نو بياولې دانسانانو پرحقوقو تيرى او تجاوز کوي ؟

اوس چې ملت په دې ښه پوهه شوى چې دچا پسې ولاړ او دچا تر شا ودريږي نو همدغه دټوپک خاوندان ويره او هرس احساسوي چې دخپلو اعمالو په تر سره کولومحکمې ته راکش او دحساب لاندې رانشي نو دخپل ځان دژغورلو په منظورملت ته مختلفې او رنګارنګ دوکې او فرېب ورکوي کله دحکومت نه دمجاهدينو دلرې کولو نارې وهي، کله دمجاهدينو دنامه څخه په استفادې په حکومت کې دکمې ونډې نارې وهي، کله يوڅه او کله بل څه وايې ………………………
مګر داملت يووارې غوليدلى بيا نه غوليږي که هر څومره نارې اوسوري وهي ملت پيژندلي او خپل اعتبار پر هيڅ نشي تړلاى.
داورځ راتلونکى ده چې همدغه دملت قصابان به دمحکمې ميز ته راکش او پخپله دکړو اعمالو سزاوويني .