کور / سياسي / کرزيه ! نور افغانان په دوه زره ډالره مه پلوره

کرزيه ! نور افغانان په دوه زره ډالره مه پلوره


په دې وروستيو کې هرڅه بدل شول ، دنړۍ ستر طاقتونه دمالي بحران له کبله په هرو لارو چارو لاس پورې کړترڅو دسترو صنعتي هيوادونو اقتصاد مات نشي . داهرڅه په ډيرلږوخت کې وشول، دهرڅه بيې لوړې او ټيټې شوې ، دوي ديادې ستونزې دحل له پاره بيلابيلې لارې چارې ولټولې او حکومتونو ته يې وړاندېيزکړې .خو هغه څه چې په ځاي پاتې دي هغه دافغان بيه ده چې تراوسه هم کرزي په خپل ځاي ساتلې ده ، نه پوهيږم دابه  هم دکرزي صاحب دبهرنيو سلاکارانو لاسته راوړنه وي چې تراوسه هم افغان په دوه زره ډالره په بهرنيو قصابانو پلورل کيږي .

ريښتيا زما ددې يادونې موخه دانه ده چې دنړۍ اقتصادي چارې وارزوم ځکه زه په اقتصادي چارو له سره پوهيږم هم نه ،خو دحيرانتيا ځاي دادى چې له څو کلونو راپه دېخوا چې دا دبدې زامن زمونږ هيواد ته راغلي دي دملکي وګړو مرګ ژوبله هم ښه ګرمه ده او هره ورځ زمونږ هيوادوال له دې برخليک سره مخامخ وي . هره ورځ افغانان وژل کيږي ،  هره ورځ دافغان واده په يوه غميزه اوښتى چې ترټولو نوې پيښه يې د کندهار د شاوليکو ټ ولسوالۍ ناوړه پيښه ده چې زمونږ ګڼ هيوادوال په يوه واده کې راغونډ شوي وو چې بهرنيو ځواکونو پرې بمونه وورول  او ترپنځه نوي کسان يې ترخاورو لاندې کړل . . داڅوم ځل دى چې ناوې ياترخاورو لاندې شوې او ياهم وژل شوې ده هرځل دهيواد چارواکي په تيره بيا ولسمشر حامدکرزى ګواښ کوي چې بايد له دې وروسته دملکي وګړو مرګ ژوبله ودرول شي ،خو دالړۍ نه يوازې نه ده درول شوې ،بلکې لازياته شوې ده . نه پوهيږم چې افغانان يوازې  دهمدې له پاره پيداشوي دي چې په بيلابيلو پلمو  ووژل شي .

کرزى صاحب هم  له ډيروخت راپه دې خوا دې نندارې ته ناست دى او دهرې تراژيدۍ او غميرزي په پاي کې وژل شوي ته دوه زره ډالره او ټپيي ته سل ډالره حواله کړي . دالومړۍ ځل نه دى چې  په يوه واده بمونه ورول کيږي په ارزګان ، ننګرهار او دايې هم دشاوليکوټ پيښه چې په هره يوه کې په لسګونو هيوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى . چارواکي  ددې پرځاي چې دې ستونزې ته دحل لارې پيداکړي په دې بسنه کوي چې ووايي دوي بهرنيانو ته ويلي دي ،خو بهرنيان يوازې په ساري خبره پاي ته رسوي . ايا په لسګونو افغانان يوازې ديوې بښنې په غوښتلو ارزي . په دې کې شک نشته چې په دې ټولو غميزو کې افغانان مري ،هغه کسان چې دخپلې کورنۍ غړي يې له لاسه ورکړي دوي به ددولت دوه سوه زره افغانۍ څه کړي  .


ښاغلى کرزى بايد دې پوښتنو ته ځواب ووايي چې که  دافغانانو په کورونو ړانده بمونه وورول کيږي مسول يې ځوک دي ايا هغه وسله وال طالبان چې دولت وايي له ملکي خلکو څخه د سپر په توګه استفاده کوي او که په خپله حکومت .طالبان  دپخوا په پرتله اوس ډيرې پياوړي شوي او ډيره سيمه په واک کې لري ،خو کرزى صاحب ولې نه دى توانيدلى چې هغه له منځه يوسي .

دالوبه خوروانه ده او ښايي دوام وکړي . داچې ولې ځواب يې بايد کرزى ورکړي ،خو کرزى صيب بايد په دې پوه شي چې نور افغانان خپل بچي ،خويندې ميندې او پلرونه په دوه سوه زره افغانيو نه پلوري او ښه به وي چې کرزى صيب هم ددې پرځاي په بله سوداګرۍ لاس پورې کړي .

  دادى طالبان اوس يو لوي ګواښ دى ،سيمې نيسي ، چارواکي وژني ، ځانمرګي بريدونه کوي ، هيڅوک يې مخه نه شي نيولاى .خو کرزى صيب او دهغه نور دنګه يانو ددې په ځاي چې لومړۍ امنيت ټينګ کړي ، خلک له لوږې وژغوري اوس لګيادي بله ببولاله يې پيل کړې ، دوي نوم ليکنه کوي او غواړي په راتلونکي کال کې دانتخاباتو له پاره چمتووالى ونيسي ، خو دا مالومه نه ده چې په دې انتخاباتو کې به خلک څنګه برخه اخلي چې هلته حکومت نه شي تللاى ،ايا نړۍ غواړي داځل په دې پلمه او يادې شرايطو څخه په استفاده دافغانان په سترګو کي خاورې وشيندي او تاريخ بدل کړي . کرزى صيب هم کله چې غواړي دانتخاباتو په اړه څه ووايي (( انتخابات به پرخپل وخت کيږي ))  . کرزى مسول دى چې ټول هيواد کې دنوم ليکنې او رايو اچولو لپاره شرايط برابر کړي او که نه ، نو  جوته ده چې په نيمايي افغانستان کې به خلک رايو اچولو ته لاس رسى ونه لري او رايه به يې پاتې شي ،چې په پايله کې به هغه څوک  ولسمشرۍ ته لاره مومي چې دلږو خلکو له خوا انتخاب شوى وي . نو ښه داده چې په دې څو ورځې واکمنۍ کې هم کرزى خپلو نيمګړتياو ته متوجې شي ، طالبان يا له حکومت سره يو ځاي کړي او يايې بيخي مات کړي ، دبهرنيانو له خو دملکي وګړو ښځو او ماشومانو دوژلو مخه ونيسي او په  ناکراره ولايتونو کې هم د انتخاباتو له پاره شرايط چمتو کړي . افغانان نور په بهرنيو قصابانو په دوه زره ډالرو ونه پلوري ،. په دې هيله چې نور مو  دهيواد ناوې په سرو لاسونو ترخاورو لاندې نشي .

تبصره نسته