کور / سياسي / طالبان يوه مذهبي او نظامي ډله ده؛ نه قومي

طالبان يوه مذهبي او نظامي ډله ده؛ نه قومي

iarshan.darmal@gmail.com


((طالبان يوه مذهبي او نظامي ډله ده نه قومي))، خو ملي جبهه شمالټلواله يوه نظامي او سياسي ډله ده، چې ځان قومي هم بولي.

دا ليکنه مې په ارمان ملي کې دڅو پرلپسې ليکنو په پايله کې وليکله، چې له هرې يوې يې د فاشېزم، تعصب او ملي ګټو ته د نه درناوي تعفن خوت.

د طالبانود نظام له ړنگېدو راپديخوا هغه نيم ژواندي پر دي پال عناصر چې تل يې د افغانستان دوېش او بېلونې هڅه کړې، يو ځل بيا په طفيلي ډول  په افغانستان کې په غير متوقع ډول واک ته ورسېدل، دوى خو  ډېر خوشاله  پر دې وو، چې واک ته ورسېدل، دا چې  څوک يې رسوي؟ په څه ډول يې رسوي؟ دوى ته مهمه نه ده، ځکه چې دوى واقعي ولسي بېز نه لري، که يې په ولس کې بېز لرلاى، نو خارجي منشا به يې نه لرله، هغه څوک چې ولسي بېز لري، خامخا ولس، هېواد، دين او خاورې ته وفادار وي او هغه چې يې نه لري، تل دې ارزښتونو ته وفادار نه پاتې کېږي، هغه ځکه چې دوى مجبور دي، چې د خپل بېز تابع شي، هر څه چې ورته ويل کېږي بايد ويي مني،  ملامت نه دي، ځکه ولس يې تر شا نه دى ولاړ، د دين، هېواد او خاورې شعارونه هم ورته خپلې بهرنۍ کړۍ تياروي، تر څو د کوم شعار تر نامه لاندې ژوند وکړي، هو! په دې ډول ډلو کې تر ټولو ستره يې شمالټلواله اوسنۍ متحده ملي جبهه ده، چې تل يې ذهنيت له ايران او روسيې خړوبېږي، يوازې دوى هم نه ملاتوم، طالبان هم دوى ته ورته ډله ده، چې  ذهنيت يې له بهره خړوبېږي، اوس نو دلته تاسو فکر وکړئ ، چې  کله د کومو ډلو ذهنيت پردى شي، نو د هغوى کړنې به د څه شي او چا پروا وکړي؟ ښکاره ده چې يوازې د خپل بادار پروا به کوي او د هغو غوښتنو ته به ځواب وايي، طالبان هم په افغانستان کې ثبات نه غواړي او شمالټلواله خو يې په قطعي ډول نه غواړي، دواړه جنايتکارې ډلې دي او تاريخ يې ټولو افغانانو ته مالوم دى چې (٦٠٠٠٠)کابل ښاريان چا ووژل؟ په کابل کې (٨٠٠٠٠) کورونه چا ويجاړ کړل؟ له ښځو چا سينې غوڅې کړې؟  قروت ته يې په کروت ويلو څومره خلک ووژل؟ همدغه شان دې نورو هم د بودا مجسمه ورانه کړه، د هېواد څومره تاکونه او فصلونه يې ورېبل؟ په ږيره يې څومره خلک وځورول؟ اوس هم له خلکو هېڅ بې هېڅه سرونه غوڅوي. تاسې څه فکر کوئ چې دا پورته ياد اعمال څوک ترسره کولاى شي، ښکاره ده، هغه څوک چې د دين، خاورې او هېواد ګټو ته وفادار نه وي او تر هرڅه ورته زيات د خپل بادار خوښي او گټه مهمه وي، نو اوس دلته په ښکاره جوته شوه، چې دوى دواړه جنايتکار دي.

د دوى جنايتونه د همدوى دي او ځواب يې هم بايد همدوى ورکړي، دا ټولې خبرې مې په دې اړه وليکلې چې له  ورځو راهيسې په مطبوعاتو کې د شمالټلوالې غوغا پورته شوې ده، چې ولې يون ويلې دي، چې طالبان ديني او نظامي ايډيالوژي لري نه قومي، دوى وايي چې بايد دا يې ويلاى واى، چې طالبان د پښتنو نماينده خوځښت دى، ځکه چې جنايتونه يې هم پښتنو ته منسوب شي، او بلخوا چې شمالټلوالې کوم جنايتونه کړي نودا به د ټلوالې پر ځاى  هم د دوى قوم ته منسوب شي، دوى دې په اړه اوس ليکنې تېزې کړي هدف يې همدا دى، چې دلته د خپل ايراني بادار د غوښتنې له مخې يو بل جنگ پيل شي، پښتانه د نړيوالې ټولنې له خوا وځپل شي، او نور هم له دولت او دولتدارۍ څخه لرې پاتې شي، خو دا ارمان به يې ځکه پوره نه شي، چې اوس خلک په دې نه غولېږي، تاجک غيرتي قوم دى، تل يې د هېواد په سترو چارو کې ونډه اخيستې او سرښندنې يې کړي، جنايتکاران صرف او صرف همدغه ټلواله ده، يون په خپله ځوابيه ليکنه کې همدا ليکلي وو، خو دوى ته نوره هم غصه ورغله چې ولې يون دغه حقيقتونه رابرسېره کړل او بياستميانوپه دې ټينگار وکړ، چې طالبان قومي بېز لري اويوه قومي ډله ، زه خو وايم چې طالبان او شمالټلواله دواړه خارجي بېز لري، يوه يې له بلې بدتره ده، په ولس کې منفور او بدنام دي، دواړو جنايتونه کړي،ملي ارزښتونو ته يې زيان رسولى، رښتيا هم دا جنايتونه بايد هم دوى ته منسوب شي نه  قومونو ته،نو په دې خبره دوى لکه د مارانو له سوړو سرونه راوويستل چې ولې يې موږ ته خاينان او جنايتکاران وويل؟ ولې يې ونه ويل چې دا جنايتونه دطالبانو پر ځاى پښتنو او د ستميانو پر ځاى تاجکانو کړي، دوى له هر څه انکار کوي او ځان ته برائت ورکوي، اوهيله کوي، چې ددوى جنايتونه  له دوى لرې او پر قوم وتپل شي،لکه دوى چې دا سپين سترگي کوي او د نورو هغه پر پښتنو تپي او د خپل ايراني بادار د غوښتنې له مخې غواړي، چې دلته قومي او ژبنى جنګ پيل کړي،د نويو فاشستانو، جمعيتيانو او ستميانو خو همدغه ستراتيژي ده، انشا الله داسې به نه کېږي. دوى که طالبان پر پښتنو پورې تړي، نو دوى ته به دا هم تر ټولو بهتره معلومه وي، چې طالبان تر ټولو زيات پښتنو ته زيان اړوي، معلم ، ډاکټر او انجنير يې ورته حلالوي،مکتب يې سوزوي، سرک او نور تاسيسات يې ړنگوي. له موټرو همدغه پښتانه کېباسي، يوه ورځ يې هم په موټر کې نه دي ويلي چې هلئ له پښتنو پرته نور قومونه دې راکوز شي، همدغه پښتانه کېباسي، تر ټولو بوګنونکي يې د لغمان د ځوانانو ټولوژنه وه، د طالبانو دغه اعمال ددې ښکارندوي کوي، چې دوى يوازې مذهبي او نظامي ايډيالوژي لري او بس. يو ستمي (عبدالکريم اندېشمن) د طالبانو دتورې دورې دلوړپوړو چارواکو ليست خپورکړ،خو دنوموړي عالم او فاضل!!؟ دې ته پام نه و، چې د رباني په دواړو  دورو کې  په دولت کې څوک څومره وو؟  د طالبانو تر سقوط وروسته به يې د لوړپوړو چارواکو ليست هم خپور کړى واى، چې يوازې پنجشيريان په کې څومره وو؟ د دوى په دوره کې  هر وزارت او هر ارگان چې مشري به يې د دوى کوم ملگري کوله، هغه به لکه د ده د پلار ميراثي دوکان و، هرڅه به يې چې خوښه وه کول يې، څومره خلک يې د پښتون په نامه له دندو ګوښه کړل، همدا اوس (٦٦.٦%) شمالټلواله په دولت کې گډون لري، د قوم په لحاظ په کابينه کې ملي متحده جبهه (شمالټلواله) له دو دېرش فيصدو ډېره ونډه لري، د ژبې په لحاظ په کې دري ژبه يې له اته شپېته فيصده زياته برخه لري، يوازې څلورويشت فيصده په کابينه کې پښتانه برخه لري، او په ټول کې په دولت کې تر پنځه ويشت فيصده پورې ونډه لري.

دغه د هېواد، دين او خاورې خواخوږي!!؟ په کابينه کې او په ټوله کې په دولت کې اکثريت دي، او بيا بېرته په اپوزيسيون کې هم دي، دا به په دنيا کې لومړنى احمق اپوزيسيون وي، چې هم په دولت کې اکثريت وي او هم بېرته د خپل ځان په خپله اپوزيسيون وي. نو د دوى له اعمالو له ورايه ښکاري چې د دوى ستراتيژي په بهر کې جوړېږي او دوى ته ورکول کېږي، خداى دې وکړي که هر څنگه وي، که څوک ورپورې خاندي او که نه،  دوى يې بايد عملي کړي او هر ساز چې ورته رالېږي دوى مجبور دي چې ورته ونڅېږي، څوک شته چې په دنيا کې داسې يو مثال راکړي، چې کابينه دې د ولسمشر مخالفه وي.

تر اوسه به څوک پښتون وزير او يا چارواکى پيدا نه کړل شي،چې  خپل مامور ته يې ويلي وي، چې په دري مکتوب مه ليکه، خود ټلوالې او حزب وحدت وزيران هغه څوک آن له دې دندې گوښه کړي چې پر پښتويې مکتوب ليکلى، آن په ولسي جرگه کې خو ددوى يو فاشست زور واکي، چې ان اوبه يې هم له ايرانه راځي، د اطلاعاتواو کلتور وزارت راپور چې پر پښتو ژبه يې ليکلى وو وغورځاوه او سپکاوى يې ورته وکړ، اوس به نو هغه د (صديق الله توحيدي) په نوم چې ځان پوخ  او منطقي ليکوال بولي، خداى دې حاضر او ناظر او قهار وگڼي او ودې وايي چې څوک فاشست او تفرقه اچونکى دى؟ که چېرته په جدي ډول اعلان وشي او عملي هم شي،( چې هر هغه څوک چې په دولت کې په تېره په لوړ پوست کار کوي، بايد پښتو او دري ژبې يې داوړه روانه زده وي) نو بيا تاسې د دوى عکس العمل وګورئ، چې څومره ددې خبرې مخالفت کوي، ستميان او که عام افغانان؟ ايا نوموړى به داسې پښتون وزير پيدا کړي، چې په دري ژبه تسلط ونه لري،که نه د ستميانو زيات وزيران او لوړپوړي چارواکي دومره بې سواده دي، چې په پښتو نه پوهېږي. ستميان خو ظاهرشاه، ډاکټر نجيب او حامد کرزى هم فاشستان بولي، کرزى بېچاره خو دومره بې وسه دى، چې که لمونځ په دري ژبه روا واى، نو  کرزي به پنځه وخته لمونځ هم په دري ژبه ادا کړى واى، يانې له خدايه څخه هم د دوى دراضي ساتلوډېره هڅه کوي،هغه ته په دې خاطر فاشست وايي، چې خټه يې پښتنه ده،دوى اصلاً د نورو د زغم او منلو روحيه نه لري.

ښاغلي (مجيد اهنگر) خو صرف په احساساتي انداز کې نېغ پر نېغه کنځلې کړې وې،هغه دې مهرباني وکړي اول دې د منطق علم ولولي بيا دې سياسي ليکنو ته ځواب ووايي.

اوس نو څرگنده شوه، چې څوک فاشست دى او څوک ملتپال؟ څوک خاين دى او څوک وفادار؟ څوک جنايتکار دى او څوک سپېڅلى؟ څوک خپلواک دى او څوک بلواک؟

دوى په دېرش کلن ناورين کې د هر ډول معاملاتو، ائتلافونو، شعارونو او غولونو (بازي ورکولو) پخه تجربه لري. هر وار لکه د مار نوى پوستکى اچوي، نن مجاهد او د مجاهد ملګرى دى سبا د ملحد، د نني ملګري سبانى دښمن، د سباني دوست ننى دښمن، پرون يې د مجاهد شعار ورکاوه،نن د ديموکراسۍ،خداى خبر چې سبا ته به ورته کوم شعار رالېږي، د دوى لپاره هېڅ شى ارزښت نه لري،نن دوى د طالبانو سره د دولت د خبرو کولو پروسه ردوي، خو پرون يې چې د همدوى پښتانه  سيالان ځپل نو طالبان يې ((حرکت خود جوش)) باله، چې کله يې دوى تر کولابه ورسول، نو هغوى يې جنايتکار او ځانونه يې د زم زم پر اوبو پاک پريمينځل شوې پرېښتې وگڼلې.

کله چې دوى د امريکايي قواو پر مټ دواک پر گدۍ کېناستل، نو د القاعدې او طالب پر نامه يې ډېر پښتانه وځورول او ووژل، د دوى د ستراتيژۍ اصلي برخه همدا ده، چې پښتانه بدنام کړي او په سيمه کې يې تل جنگ وي، بله خبره دا ده چې د طالبانو سره د خبرو کولو مخالفت په دې خاطر کوي، چې دوى ويرېږي، که چېرته طالبان دولت کې داخل شي، نو بيا د دوى هم په دولت کې او هم په اپوزيسيون کې د پاتې کېدلو ډرامه هم پاى ته رسېږي، حقيقي اپوزيسيون به په ميدان کې پاتې شي او درواغجن اپوزيسيون چې هم د دولت پر دسترخوان ډوډۍ خوري او بيا پرې بېرته … کوي پر خپله مخه ولاړ شي. بله خبره دا ده چې د فزيکي فورمول له مخې (همنوعه چارجونه يو بل دفع کوي)، اوس يو جنايتکار په دولت کې دى او بل له دولته بهر، نو ښکاره خبره ده، چې دو ى به يو بل سره  ونه زغمي.

د نړيوالو د غولونې لپاره د طالبانو د نه منلو اعلان کوي،کېداى شي بل وخت د دولت پر ځاى هم دوى طالبانو سره معامله وکړي، ځکه دواړه د افغانستان د شرف مخالف دي، دوى ته خو خاوره، هېواد اودين هېڅ ارزښت نه لري.

نو واضحه شوه،  چې طالبان نه سياسي ډله ده، نه قومي، بلکه وچه کلکه نظامي او مذهبي ډله ده.

زه په پاى کې يوه دوعا کوم چې خدايه هغه څوک چې د افغانستان دناموس، خاورې، ملي ګټو او داسلام مخالف وي، او دغه شعارونه يوازې د خپلو شومو اهدافو لپاره کاروي ته يې وشرموې، ته يې هلاک کړې.

ما په پورته دعا کې د کومې ډلې نوم وانه خيست، هغه ډلې به اوس خپله د نور کله په څېر ځان څرگند کړي، هو هماغه څوک به چيغې وهي، چې دا نيمگړتياوې په کې شته. ځکه چې : (( دغل پر پوزه خلى وي.))

تبصره نسته

  1. وروركه تا ته معلومه نه ده چې په نړۍ كې د مذهبي ډلو خرچه څوك وركوي؟ د اسرائيلو، انګليسانو، د امريكايانو استخبارات د سعودي عرب، متحده اماراتو او پاكستان استخباراتو په لاس د مذهبي ډلو خرچه وركوي، مذهبي ډلې په دغه روپيو ځانونو ته مدرسې او اسوده ژوندجوړوي او دغه مدرسې د دوى د سرباز نيونې مركزونه وي. دغه د افراط او تعصب په زهرو لړل شوي مذهبيان ټول د پاكستان او د يهودو او نصاراو بچيان دي په دومره توپير چې څوك يې په بته لكه طالبان او څوك يې په ښكاره لكه د شمال ټلواله وي. د دوى ملت پالنه او د ملت پالنې خبرې نه خوښېږي او ملت پالي خپل دښمنان بولي. تا ونه ليدل چې د شمال ټلوالې اصلي ستميان له خپلو ليكو د خپل قدرت پر وخت ووېستل او طالبانو د خپل قدرت پر وخت خپل لاسونه تر ټولو ړومبى د خلقيانو او افغان ملتيانو په وينو سره كړل. دا دواړه د يوې غوا بچي دي او څوك چې له مخونو يې پرده پورته كوي بدې يې راځي او ملت پاله او هېواد پاله خلك د اسلام د سپكاوي او يا د كفر او الحاد په نومونو له خپلې مخې لرې كوي. ولس بايد د دوى په اړه په خپله خپل تصميم ونيسي او وګوري چې په دې دېرشو كلونو كې چې دوى د اسلام چوپړ او د اسلامي دولت جوړول د خپلې بقا له پاره شعار ګرځولي او خپل شتون له پاره يې دين سپر كړى ايا د دوى په موجوديت كې چې نږدې 17 كاله واك په لاس كې وو كوم اسلامي حكومت جوړ او اسلامي نظام ټينګ شو. د دوى ثمره خو هېواد ته دا وه چې څلوېښت يهودان او نصرانيان يې هېواد ته راوستل او اوس افغان ولس ورسره په جنجال كې پاتې دى او د اسلامي حكومت پر ځاى يې كفري دموكراسي ټينګه كړې. د دوى تر ږيرو لاندې شراب خوړل كيږي، زنا ترسره كيږي، د قتال نمونې يې په ښكاره خلكو ليدلي، د قاچاقو، فحاشۍ، انسان تښتونې او نڅا خو يې څه وايي.
    فقط د دوى زور دا دى چې د اسلام دين يې د مسلمانانو د زندۍ كولو او يرغمل نيولو وسيله ګرځولى او د اسلام له سنګر څخه پر ولس د يهوديت او نصرانيت ګوزارونه كوي.