کور / راپور / پكتيا: نوي امنيه قومندان معرفي او د ۲ اولسواليو د بنسټ ډبري…

پكتيا: نوي امنيه قومندان معرفي او د ۲ اولسواليو د بنسټ ډبري…

نن چهار شنبه د لړم ۲۲ جنرال عزيز الدين وردګ  پكتيا ولايت ته د  نوي امنيه قومندان په توګه  و وپيژندل شوو، په د غه مراسمو كي چي له همدي امله نن د پكتيا ولايت د غونډو په تالار كي نيول شوي وو .


د ولسمشر سلاكار وزير او پكتيا والي جمعه خان همدرد وويل : مونږ له وړانديني امنيه قومندان ښاغلي جنرال عصمت الله عليزي څخه ډير خوښ يو او له تاسو نه مو همدا هيله ده چي د خلكو او دولت تر منځ نوري هم اړيكې ټينګې كړي .




نوي امنيه قومندان جنرال عزيز وردګ خلكو ته ژمنه وركړه چي په ټول صداقت به په ډيره سپيڅلتيا كار كوي .


د پكتيا د والي وياند روح الله سمون وويل چي تيره ورځ د پكتيا پخواني امنيه قومندان  جنرال عصمت الله عليزي په داسي حال كي له پكتيا والو خداي پاماني واخيسته چي د ټولو سترګې  له اوښكو ډكې وي .


دا په داسي حال كي ده چي جنرال عصمت الله عليزي د ښه كارګردګې له امله د هرات امنيه قومندان په توګه په دنده ګومارل شوي، او ډير ژر به په هرات ولايت كې كار پيل كړي.






 


پكتيا – د دوه ولسواليو د ودانۍ د بسټ ډبرې كيښودل شوي



تيره ورځ د پكتيا ولايت د ډنډ پټان او څمكنيو ولسواليو د ودانۍ د بنسټ ډبري كيښودل شوي، په دغو مراسمو كي د پكتيا د والي مرستيال برخه اخيستي وه .


د پكتيا د والي وياند روح الله سمون وويل : چي پر دغه دواړو ودانيو به څه د پاسه ۱۲۰۰۰۰ امريكايي ډالره ولګيږي ، چي د امريكا پرمختيايي اداره USAID/LGCD    لخوا وركول كيږي ، 
د سمون په وينا هره ودانۍ به ۳۰ كاري خوني ، يو سالون ، د ولسوال لپاه كور او داسي نور ملحقات ولري .


سمون زياته كړه چي ددي  پروژوه كال به په راتلونكي كال كي پاي ته ورسيږي ،


دا په داسي حال كي ده چي سږ كال USAID/LGCD په پكتيا كي ډيري پروژي پلي كړي ، چي د پكتيا چارواكي او ولس يي تري خوښ ښكاري .


 

تبصره نسته