طالبان :د امنيتۍ کمپنۍ څخه مو دوه موټر نيولي دي
وسله والو طالبآنو دکابل کندهار دلويې لار پرسر دامنيتي کمپنۍ دساتوونکي څخه دوه موټر ديوې جګړې په پايله کې ونيول اوڅوتنه يې وژلي دي .
ذبيح الله مجاهد وايې چې ملګرو يې دهفت اسيا په سيمه کې دامنيتي کمپنۍ پرکاروان بريد کړي دي اوڅلورتنه يې وروژلي او څوتنه نور يې ورټپيان کړي دي اودوه لنګروزر موټر يې تري نيولي دي .
دميدان وردګو ولايت دولتي چارواکيودطالبانو لخوا دامنيتي کمپنۍ دوه موټرو تښتول دطالبآنو لخوا منلي دي خو ددجګړې خبرې بيا نه مني
په سيمه کې عيني شاهدان بيا وايې چې تير مازيدګر جګړه وشوه اودجګړې په ترڅ کې طالبانو دوه موټر نيولي دي .
ددسيداباد دسالارو سيمه يوه له هغه سيمو څخه ده چې نيږدې هره ورځ په کې دطالبانو اودولتي اويابهرنيوځواکونوترمنځ دجنګ جګړو شاده وي .
په دې سيمه کې څه موده وړاندې دبهرنيو ځواکونو يوه چورلکه هم رانسکوره شوې وه .
« غزل