کور / تازه خبرونه / افغانی جګړه د دوو نړیوالو جګړو غوندی مهمه ده !

افغانی جګړه د دوو نړیوالو جګړو غوندی مهمه ده !

د انګلستان « انډپنډنټ » ورځپاڼه نن د برتانیې د دفاع د وزیر هټن له قوله لیکی چی د افغانستان جنګ د دوو نړیوالو جګړو او هم ساړه جنګ غوندی اهمیت لری او باید ورڅخه راشاته نه سو . ده وویل چی « که موږ هغه همداسی پریږدو نو زموږ ګټی به د ډېر خطر سره مخامخ سی ، په فعلی حالت کی همداسی ورڅخه راوتل به زموږ ګټی دړی وړی کړی . زما په نظر هلته زموږ شتون د برتانیې لپاره دومره اهمیت لری لکه په تېره پیړۍ کی چی دوو جهانی جنګونو او هم سړې جګړې درلود . تروریزم یو ثابت او دایمی غوندی تهدید دﺉ چی باید ختم یې کړو او ترې بېغمه سو . تر کومه ځایه چی هغه د هېواد په دننه کی زموږ امنیت را تهدیدوی نو باید هر چیری او هر کله ورمخته سو . همدا علت دی چی موږ نن په افغانستان کی ۸۰۰۰ پوځیان لرو . » ده پر هغو قوماندانانو او سیاست پوهانو انتقاد وکړ چی وایی د افغانستان جګړه په پوځی طاقت سره نه سی ګټل کېدای . خو څېړونکي وایی چی لندن غواړی ځان د امریکا د نوي ټاکل سوی ولسمشر اوباما د افغانی تګلاري ضمیمه وساتی چی وایی افغانستان ته به ګڼ شمېر نور پوځیان هم ورلیږو .