اوباما خپله نوې افغانی تګلاره لټوی
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د اوباما د ملی امنیت د یو سلاکار له خولې راپور ورکوي چی د امریکا ټاکل سوﺉ ولسمشر بارک اوباما پدې لټه کی دﺉ چی د افغانستان جګړه په یو سیمه ییز چوکاټ کی راولی چی پدې پلان کی ښایی د ایران سره خبری اتری هم شاملی وی . دﺉ غواړی چی افغانستان ته ډېر نور پوځیان هم ولیږی او د اسامه بن لادن پر نیولو باندی توجه زیاته کړی . ورځپاڼه زیاتوی چی د اوباما ټیم پر دغه پلان کار کوی چی اسامه بن لادن څنګه بیرته د تروریزم پر ضد د امریکا جبهه ییزه اجندا ته داخل کړی . د ده ټیم به کوښښ وکړی چی امریکایان په دې باوري کړی چی بن لادن او القاعده د امریکا لپاره غټ ترین تهدید دﺉ . د ده یو سلاکار د بن لادن په هکله داسی وویل : « دا زموږ دښمن دی ، او همدا دﺉ باید زموږ اصلی هدف وی . » د اوباما یو سلاکار واشنګټن پوسټ ته وویل چی ایرانیان نه غواړی چی نور په افغانستان کی سُنی بنسټ پالان واکمن وی او دا هغه څه دی چی تر موږ هم هغوی د دې کار کلک مخالف دي او ځکه نو باید ګډ ټکي ومومو . خو څېړونکي عقیده لری چی د اوباما اداره غواړی چی د نوری نړۍ څخه خپل پوځی فشار ټول افغانستان ته منتقل کړی .