یو ایرانی دیپلومات وتښتول سو
رویټر د پېښور څخه په خپل تازه خبر کی وایی چی وسلوالو نن په پېښور کی یو ایرانی دیپلومات وتښتاوه او د هغه باډی ګارډ یې وواژه . دغه دیپلومات چی اطهر زاده نومیږی او په پیښور کی د ایران د کونسلګرۍ تجارتی آتشه و ، د خپل کور څخه دفتر ته روان و چی د حیات آباد په سیمه کی وسلوالو راوګرځاوه او ساتونکی یې ځای پر ځای ووژﺉ او دیپلومات یې نا معلوم ځای ته ورسره بوت . د افغانستان کونسل هم د سپټمبر پر ۲۲ همدلته تښتول سوی و . پرون په دې سیمه کی د امریکا یو مامور هم ووژل سو .