کور / تازه خبرونه / يو عراقي پوځي دوه امريکايي پوځيان ووژل

يو عراقي پوځي دوه امريکايي پوځيان ووژل

د عراق په ننوه ولايت کې يو عراقي پوخي  په  امريکايي پوځيانو ډزې وکړي  چې په پايله کې يې دوه تنه مړه او شپږ نور ټپيان کړل. د امريکايي پوځيانو په ځوابي ډزو کې  بريد کوونکی هم وژل شوی.  


سي،اين،اين د عراق د کورنيوو چارو د وزارت له خولې ليکلي چې وژل شوی تن برزان محمد نوميده. وزارت وايي.))نوموړي له هغې وروسته چې يو امريکايي پوځي ورته په مخ څپيړه ورکړه، په امريکايانو ډزې وکړي.((  بريدکوونکی د هغه عراقي پوځيانو له جملې څخه وو چې  د امريکايي پوځيانو سره يې شريکه ګزمه کوله.


خو سي اين اين د  امريکايي پوځ د يوې مطبوعاتي اعلاميې له مخې ليکې چې دوی د نوموړي سره هيڅ بحث يا جنګ نه دی کړی . امريکا يي  پو ځيان  وايي چې  دغه کس ناڅاپي ډزې پېل کړي او مرګ ژوبله يې واړوله.