ننګرهار:دځانمرګي بريد تازه معلومات
16
دنن سهار په شوي ځانمرگي بريد كې چې دجلال اباد تور خم په لويه لاره دائتلافي ځواكونو دموټرو په كاروان رامنځ ته شو لسګونو تنو ولسي وگړو ته يې مرگ ژوبله اړولي .
دننگرهار ولايت دعامي روغتيا روغتون ته تر اوسه څه باندي ديرش تنه ددرملني په موخه راوړل شوي او ويل كيږي چې نور ژوبل شوي كسان دبټي كوټ ولسوالي په ځينو سيمو كې تر درملني لاندي نيول شوي .
كه هم ديادد بريد پړه لا تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخستي خو دا سي گنگوسي دي چې كيدا يشي
دا بريد دپاكستانيو طالبانو له خوا تر سره شوي وي هغه ځكه چې څه موده وړاندي په همدغه سرك دماركو په سيمه كي يوځانمرگي بريد تر سره شوي و چې پړه يې دپاكستاني طالبانو وياند مولي عمر پرغاړه اخستي وه.
او بله اټكل دا هم دي چي تر اوسه دافغاني طالبانو وياند دياد بريد په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي او نه يي هم په ويب پاڼه كې د شوئ ځانمرگئ بريد په باب كوم خبر شته .
— ———————
تازه مالومات :
د نني ځانمرګي بريد پړه د توري بوري جهادي مهاذ وياند قاري سجادپر خپله غاړه واخستل او وايي چي دا بريد يې دخپلو اسيرو شهيدانو د انتقام په ترڅ کښي ديو کورولا ډوله موټر په توسط ترسره کړئ چي دده په وينا د بريد په نتيجه کښي ۳ امريکايي ټانکونه په بشپړه توګه له منځه تللي او په کښي ناست ۱۵ تنه امريکايي عسکر يې ځاى پر ځاى وژل شوي دي .
۱۸ کلن فدايي عبدالجبار ولدعبدالستار ،چي دلوګر ولايت دسرخ ولسوالۍ استوګن وو
images: toorabora.com