کور / تازه خبرونه / محمودقریشی:پاکستان ته په روانه جګړه کې ۳۴ ملیارده زیان اوښتی

محمودقریشی:پاکستان ته په روانه جګړه کې ۳۴ ملیارده زیان اوښتی

دپاكستان دبهرنيوو چارو وزير محمود قريشي  دامريكي په نيوياركې ديوې خبري غونډي پر مهال وويل چې تر دې دمه  پاكستان ته  دترهگري ضد جګړه كې  څه باندي 34مليارده ډالره  زيان اوښتي دي . دده په وينا امريكا او نوره نړۍ هر وخت وايې چې پاكستان ته يې لس مليارده ډالره وركړي  خودي وايي چې پاكستان نه يوازي دا چي  سلگونه سرتيري يي په روانه جگړه كې وژل شوي بلكي تر 34 مليار زيات دډالريې هم  لگولي .
محمود قريشي وايې پاكستان به ډيرژرهغه لست هم خپور كړي چې دترهگري ضد جگړه كې يي دپيسو دلگولو ځايونه پكي  په ګوته شو يدي .
دپاكستان دبهرنيو چارو وزير په داسي حال كې دا خبري كوي چې نړيوال او افغاني چاوراکی  دترهگري ضدپه  روانه جگړه كې پاكستان په دوه مخيتوتوب تورنه وی .