کور / خبرتیا او پيغامونه / د جرس ادبي جرګې اتلسمه کالیزه ونمانځل شوه

د جرس ادبي جرګې اتلسمه کالیزه ونمانځل شوه



د دوه زره اتم کال د اکتوبر په اتمه نېټه باچا خان مرکز کراچۍ کې د جرس ادبي جرګې د اتلسمې کالیزې په مناسبت یوه درنه غونډه د طاهر اپریدي په مشرۍ کې وشوه ـ ددې غونډې د نظامت چارې ښاغلي رحمان بونیري ترسره کړې
غونډه د محترم شریف کنډروال د کلام پاک د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پرانسته ـ ورپسې ښاغلي طاهر اپریدي ته بلنه ورکړې شوه ترڅو د جرس ادبي جرګې د ټولو غړو څخه دجرس ادبي جرګې د رکنیت سوګندونه واخلي ، د سوګندونو د پورته کولو وروسته طاهر اپریدي په ناروغ صورت د جرس ادبي جرګې په اړه مختصرې خبرې وکړې ـ ورپسې ماښام خټک د جرس ادبي جرګې د تېر اتلسو کالو  د کار او زیار په اړه تفصیلي مقاله واوروله .
دغونډې دویمه برخه کې زرجان مداخېل او امیرمحمد سلطان د جرس ادبي جرګې ته د شعر په ژبه خپلې پيرزونې وړاندې کړې ـ
ددې نه علاوه امان اپریدي،رحمان بونیري ،ریاض تسنیم او عبدالله جان فګار د جرس په اړه خپل تاثرات واورول ـ ریاض تسنیم په خپلو تاثراتو کې وویل چې جرس ادبي جرګې کله هم په ودونو یا سنتونو کې مشاعرې نه دي کړی او تل یې معیاري پروګرامونه کړي دي ، لکه د مثال په ډول د قلندر مومند کلنۍ مشاعره چې هر کال یې د جرس ادبي جرګه ترسره کوي ـ
رحمان بونیري د جرس ادبي جرګې په اړه خپلو خبرو کې وویل چې نن چې ماته په ټي وي ،ریډیو یا نورو صحافتي کړیو کې کوم مقام حاصل دی ،ددې ټول کریډیټ جرس ادبي جرګې ته ځکه ځي چې هم دغلته مونږ ډېر څه زده کړي دي ـ
دغونډې په دریمه برخه کې مشاعره وشوه چې نزدې ۴۵ شاعرانو پکې خپل کلامونه واورول او دغه شان دا ادبي محفل تېره شپه پایې ته ورسیده ـ


     د کراچۍ بلاګ نه په مننې