کور / تازه خبرونه / ملي امنیت په کابل کې یو ځانمرګی ونیوه.

ملي امنیت په کابل کې یو ځانمرګی ونیوه.

د افغانستان د ملي امنیت اداری نن د کابل په کمپنۍ سیمه کې یو ځانمرګی له یوه موټر سره چې له چاودیدونکو موادو څخه ډک وو ونیوه، دغه ځانمرګی بریدکوونکی ملي امنیت خبریالانو ته وښوده، ځانمرګی چې نعمت الله نومیږي د میدان وردکو ولایت د چک ولسوالۍ د خاتک خیلو د کلي اوسېدونکی دی، له ځانمرګي وپوښتل شول چې ولې ده ځانمرګي برید ته ځان چمتو کړی وو؟
هغه وویل: دا مقدس جهاد دی امریکایان زمونږ پر افغانستان حمله کړی او باید ووژل شي.
نعمت الله ۱۷ کاله عمر لري، هغه وايي دی د ملاقاسم په نوم د یوه طالب قومندان له خوا تحریک شوی وو چې ځانمرګی برید ترسره کړي، هغه وویل ملا قاسم ورته ویلي وو چې په افغانستان کې دی جهاد وکړي.
د ملي امنیت اداره وايي په ټونس ډوله موټر کې چې هغه غوښته والوزوي یې ۸۰ کیلو ګرام چاودیدونکي مواد چې له نایترو جوړ شوي دی او ۳۷ د هاوان مرمۍ پکې ځای په ځای شوي دي.
ځانمرګي نعمت الله خبریالانو ته وویل دی د فاضل بیک په سیمه کې په یوه ښوونځي زده کړه کوي او د اتم ټولګي زده کوونکی دی،
نعمت الله له ولسمشر کرزي وغوښتل چې بېرته دی ژر خوشې کړي تر څو د خپل ټولګي ازموینې ورکړي، هغه وايي مور او پلار یې پدی ندي خبر چې ده ځانمرګي برید ته ځان چمتو کاوه.