غزل
كه دي نظر، زموږ د آرزو تر ګلستانه نه ځي
دا د خزان سترګي خو زموږ څخه جانانه نه ځي
سپيني وړانګې كه دي د مهر د لمر ونه پاشي
د شپې لېوان خو د دې ښكلو، له كاروانه نه ځي
درنه پياله شوه، په كمزور لاس كي دوره د عمر
ځكه مي هوښ ته داسي مفته او آسانه نه ځي
د ژوند پر مځكه د همت غرونو ته داسي ګورم
له آسره چي د ښكلا له كهكشانه نه ځي
يا خو كاږه خو يا مو خوښ پر كږه لار تګونه
داسي به نه وي چي مو چيغي تر يزدانه نه ځي
ګرانه، په خټه كي مو بل د آزادۍ څراغان
خله كه تياره سي، خو رڼا مو له وجدانه نه ځي
اوس خو دا شګي د صحرا هم مرغلري برېښي
چي د وطن له سپېرې ميري او بيابانه نه ځي
وصاله راسه چي د غم په شپېلۍ شعر ووايو
كه دي زاغان د ارمانونو له بوستانه نه ځي