کور / تازه خبرونه / وردګ : طالبانو پوليس بهرنيانو ته دجاسوسۍ په تور اعدام کړ

وردګ : طالبانو پوليس بهرنيانو ته دجاسوسۍ په تور اعدام کړ

طالبانو نن ورځ دوردګو په جغتو ولسوالۍ کې يوتن پوليس بهرنيو ځواکونوته دجاسوسۍ په ترو اعدام کړ

ذبيح الله مجاهد له يوه ناڅرګندځاي څخه وويل چې تيره شپه يې دجغتو په ولسوالۍ کې دپوليسو داعاشه امر عزيز احمد چې دتيرې اونۍ په جګړه کې يې چې پرولسوالۍ يې کړې وه نيولى وو دبندسلطان پرسر دخواجګانودکلي څنګ ته په يوه ځنګله کې اعدام کړي دي .

هغه وويل چې نوموړي باندې داسلامي امارت دمحکمې دقاضيانولخواپريکړه شوې او ددوي دطالبانولخوا تيره شپه لس بجې پرعزيز احمد پلي شوه .

دوردګو ولايت دولتي چارواکي هم ومنله چې يوپوليس يې په جغتو کې طالبانواعدام کړي دي .

آدم خان سيرت رسنيوته ويلي چې يوپوليس يې ورته اعدام کړي چې جسد يې اوس دبند سلطان شاته اچولي اودوي تراوسه نه دي ترلاسه کړي

طالبانو تيره مياشت دچک په ولسوالۍ کې هم يوتن اعدام کړي وو اوجسد يې دري ورځي په يوه ونه کې راځوړند کړي وو

که څه هم دوردګو د ولتي چارواکي وايې چې په دې ولايت کې امنيتي وضعه ښه ده خو وسله وال طالبان دنظامي مرکزونوترڅنګ هلته محکمې هم لري اوهره ورځ دخلکو دعوي ورفيصله کوي

تبصره نسته

  1. Khaghalia Mujahid siba, pu salguno afghanon mu bedun la mahkami sakha de jasusai pu toor hara miasht eidam kral. Tajoob kawam chee yaw khwa eidamawal kawai aw bar khwa de malgaro milatuno na de edam bandawal ghwarai aw karzi ta wai che taliban ma edamawai. Da pu kum islam ke dee che Talib de Edam nashe aw beguna afghanan de Edam shee. Ai de janat Darwaghjanu farishto leg khu de khudai na ham wadar shai. Akher khudai jalalalalahu ta ba warmakh shai.

  2. وړه خوله او غټه خبره لرې خبره ده. كله چې امريكايان او نور د
    وزيرانو د پارلمان د وكيلانو، رئيسانو، پن لادن، مولانا فضل رحمن، زبيح الله مجاهد،
    ملاعمر، استاد ياسر،استاد سياف، مارشال فهيم، جنرال بسم الله خان، يونس قانوني،جلال
    الدين او نورو په څېر غټ غټ جاسوسان لري نو دې خوراكي پوليس ته د جاسوسۍ له پاره څه
    ځاى پاتې كېږي كله چې پر امريكايانو د جاسوسانو باران اوري، نو دې خوارانو ته چې د
    يوې مړۍ ډوډۍ او د اولاد د نفقې له پاره له كوره وتي كله د جاسوسۍ نوپت رسېږي.

    څه موده مخكې تاسې د جرمني د استخباراتو يو ګزارش په نېټ كې ونه
    لوسته چې په كې ويل شوي وو چې د افغان وزيرانو او چارواكو تر منځ د جاسوسانو شمېره
    دومره زياته شوې وه چې دوى ورته معاشونه نشول وركولاى او په پاى كې د جرمني
    استخباراتو تصميم ونيوه چې ځني كسان له دندو وباسي او پر دوى يې معاشونه پند
    كړي.

    وروركه خبره پاكه كوه كوم څوك چې وژل كيږي هغه جاسوسان نه دي بلكې
    جاسوسان يې وژني. افغانانو ته د امريكايانو او پنجابيانو جاسوسان څه توپير لري
    دواړه د افغانانو او مسلمانانو تباهي غواړي او متجاوزين دي. د يهودو او نصرانيانو
    جاسوسه كاناډايي ژورناليسته خو همدا يوه اونۍ مخكې د همدغه ولايت د نرخ له ولسوالۍ
    څخه خوشې شوه، نصرانۍ وه، كاناډايي وه، ښځينه كاروكونكې وه او ……….. تاسې
    منافقين د پارلمان وكيلان، لوړ پوړي چارواكي، قاضيان او قاضي قضاتان كله وژنۍ افغان
    ولس په دې ښه پوهېږي چې نصرانيان كله نصرانيان وژني هغه كم پخته مسلمانان دي چې
    طالبان يې كله د لونو پر مخونو تيزاب شيندي، كله يې مېرمنې د غزني په هديرو كې وژل
    كيږي اوكله يې انجنيران او ډاكتران په سپين بولدك او د غزني په قره باغ كې تښتول
    كيږي او وژل كيږي.

    يهودو او نصرانيو طالبانو دغه پوليس به مو د جاسوسۍ په بهانه
    بلكېد اعاشې امر وو د سربازانو د استحقاق د غبن او اختلاس په نوم وژلى و، نو ادعا
    به مو يو څه سمه وه او خلكو به پاور پرې راغلى واى. ځكه دغو خواران يواځې په نيمه
    ګېډه مزدورۍ له كرزي او جنرال عبدالرحيم وردګ او يا د مورنيو چارو وزارت سره
    مزدوران دي.
     تاسو منافقينو په هلمند كې ايټالوي ژورناليست پرېښود او افغان
    ژورناليست اجمل نقشپندي مو وواژه، د لوګر د محكمې رئيس او يو تن د پارلمان وكيل مو
    پرېښود چې دا مهال قاضيان او كيلان خو د خلكو له پوستكيو نه په ظلم سره ډالرې او
    لوړپوړې ودانۍ جوړوي تاسې هغوى د ملاشرنګ په مقابل كې پرېږدۍ او هغه كسان چې بېوزله
    دي او نه شي كولى د ستاسې جېبونه په ملاشرنګ سره ډك كړي نو هغوى بيا وژنۍ.

     ايا د بدر د جګړې له اسيرانو سره چې كوم چلن شوى او بيا
    الله ج مسلمانان پرې ملامته او تنبيه كړل چې دوى غوښتل نوموړي اسيران د پيسو او مال
    په بدل كې پرېږدي، ايا تاسې هم هماغه چلن رااخيستى. له ازاره چا بازار نه دى وړى او
    د كابل په محكمو كې ستاسې اعدامول هم پيل شوي،اوس نو وچښۍ له هغه اوره څخه چې تاسو
    منافقينو پر افغان ولس راښكته كړى دى. كه بيا هم په خپل منافقت نه پوهېږئ نو منتظره
    اوسئ چې الله ج ظالم پر ظالم له منځه وړي او د اوپاما د ګوزار تيارى نيسئ.