کور / تازه خبرونه / څلورسړي تښتوونکيو ته د شل-شل کاله بند سزا واورول شوه

څلورسړي تښتوونکيو ته د شل-شل کاله بند سزا واورول شوه

په کابل کې څلور سړي تښتوونکيو ته دشل کالوبندسزا په يوه علني محکمه کې واروول شوه


دکابل ښار دڅلورمې حوزې ابتدايي محکمې مشر قاضي عبدالباسط بختياري دغه حکم په هغه علني جلسه کې دلړم په ٢٣مه څلورتنوسړي تښتوونکيوته واوراوه چې ګڼ شمير خبريالانو هم په کې ګډون کړي وو


 بختياري سړي تښتوونکي  هريوصوفي حميدالله ،عبدالفتاح ،جاويد او علاوالدين په نومونو يادکړل چې ويل يې دري مياشتې وړاندې يې دميرويس په نوم يوسوداګر په سمنګانو ولايت کې تښتولى وواوبيا يې له کورنۍ څخه پنځه مليونه ډالرغوښتنه کوله


دغه کسان دري مياشتي وړاندې سمنګانو په ولايت کې دپوليسو لخوا نيول شوي