کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / وحشت که انسانیت

وحشت که انسانیت

په لیدو چې د زخمي زړه زخمي نسي

زړه یي مه بوله تور کاڼی د سحرا دئ


د ۱۳۸۷ لمریز زیږدیز کال د لړم د میاشتي پر ۲۲مه نېټه د کندهار ولایت د میرویس مینې په سیمه کې د اسلام د سپیڅلي دین د بشریت، افغانیت او د پښتنولۍ تورمخو دښمنانو زموږ د ۱۶ شپاړسو خویندو چې د ښوونځۍ څخه خپلو کورونو ته رواني وې پر مخونو په ډیر وحشي، غیر اسلامي او بې رحمه توګه تیزاب وشیندل او دایې نړۍ ته په اثبات ورسوله چې تر کاڼو کلک او تر سکرو تور زړونه هم ستون لري ځکه داسي عمل ښایې د ځنګله ځناور او یا هم نور حیوانات سرته و نه رسوي.

کله چې یو څوک را ولاړیږي او د یوي مسلماني مؤمنې انجلۍ پر مخ تیزاب ورشیندي، حیات یې ځیني اخلي، په سترګو یې ړندوي او یا هم دې ته ورته وحشیانه عمل ورسره کوي نو دا خو تر لمر روښانه خبره ده چې هغه خپله مور، خپله خور او خپله میرمن نه لري او عزت یې هم نلري.


دا کارونه د اسلام، افغانیت او پښتنولۍ دښمنان کوي، دوئ غواړې چې افغانان تل د پردیو غلامان وي، دوئ غواړي چې پښتانه تل د پردیو غلامان او د لاس الې وي او د هغوئ په اشارو خپل کورونه وران کړي.

د ښوونځیو د ښمنان غواړي چې زموږ ګران هیواد افغانستان همیشه د ګاونډیو هیوادونو د جنګ میدان، د خوسا او بې کیفیته توکو بازار او بالاخره محتاج وي.

دا نه جهاد دی او نه هم دا هغه څه دي چې الله پاک په خپل سپیڅلې کتاب قرآن کریم او نه هم زموږ ستر پیشوا حضرت محمد (ص) په خپلو اقوالو او احادیثو کي فرمایلي دي.

د کارونه چې هر څوک کوي هغوئ د افغانانو ملي غرور او ملي نوامیسو ته سپکاوی کوي.


زما په عقیده نور نو په افغانستان کي یو قدم ناسم پورته کول ستر ملي خیانت دی ځکه دا ولس دومره دردیلی او کړیدلی دی چې نور نو هیڅ ور پاته ندي دا دیرش کاله یی هر څه ولیدل او وزغمل داسي کور به کم پیدا سي چې شهیدان یي نه وي ورکړي، مهاجرت دي یې نه وي کړی او یا دي هم نه وي بی عزته سوی.


زه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوړ پوړو چارواکو او هم د افغانستان د اسلامي امارت د مشرانو څخه په کلکه غوښتنه کوم چې ددې پیښي عاملین دي حتمي په سزا ورسوی او د افغان، مسلمان او رنجیدلی ولس زخمونه دی پټی کړي او د طالبانو څخه یوه بله غوښتنه هم لرم دا چې که دوی غواړی یوازي او یوازي د اعلای کلیمة الله دپاره جهاد وکړي نو د ښوونځیو او پوهنې په وړاندي دي خنډ نه ګرځي او نه دي هم ولسي خلک د افغان او بهرنیو ځواکونو سره د جنګ جګړو پر مهال د ځان سپر ګرځوي او که داسي کارونه کوي نو ددوئ بریا د امکان څخه لیري ده ځکه دا خبره تاریخ هم روښانه کړیده.


او پاته سوه زموږ د کندهار دخویندو سره دداسي ظلم موضوع چې یو ځل یې بیا د زرداد تاریخ را ژوندی کړ دا هم طالبان بدناموي او هم د افغان حکومت لپاره د پزي د پرې کیدلو خبره ده.

دوئ دواړه باید ددغي ناوړي پیښي عاملین د قانون منګلوته وسپاري.

په درنښت