کور / کتاب / د پوهندوى استاد نصرالله ستانكزي د حقوقو وېشنه كتاب چاپ شو

د پوهندوى استاد نصرالله ستانكزي د حقوقو وېشنه كتاب چاپ شو

دا د كابل پوهنتون د استاد پوهندوى نصرالله ستانكزي ليكلی اثر دى چې د سالنګ کتاب خپروونکي‌ په هڅه او د هېندارې مطبوعاتي او فرهنګي بنسټ په حقوقي ملاتړ په 92 مخونو كې چاپ شوئ دئ :



isbn # 978-9936-406-02-05



په دغه كتاب كې افاقي حقوق، ملي حقوق، عامه حقوق، ځانګړي حقوقي، نړيوال حقوق، عندي يا ذاتي حقوق او … باندې بحث شوی دی.
دغه کتاب د حقوقو پوهنځي د محصلينو او هغه چا لپاره چې غواړي د حقوقو په اړه معلومات تر لاسه کړي يو ګټور او اغېزمن کتاب دی.
پوهندوى نصرالله ستانكزی له تېرو اتلسو كلونو را پدېخوا د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي كې د خصوصي حقونو د ډپارټمنټ د علمي كدر غړي او اوس د نوموړي ډپارټمنټ امر دى.


دغه كتاب په لاندې پتو تر لاسه کولای شئ:
کابل:
شاه محمد کتاب پلورنځی، صدارت څلور لاره مصطفی هوټل ته څېرمه
صميم کتاب پلورنځی پښتونستان هوټل يوسفي مارکېټ.

کندهار: افغان قرطاسيه او کتاب پلورنځی ارګ بازار.

ننګرهار: مومند کتاب پلورنځی پښونستان واټ جلال اباد.