دعشق او محبت دیــن
د اسـلام مقدس دیـن د عشـق ، محبت او جـذبی دیــن دی .
د دغــه دیــن اساس او بنسټ یـو تـربــله د مینی ، ګـذاری ، مرسته ، تعاون ، ښو اخلاقو ، عفـو ، صلی ، صداقت او اخلاق په مبادیو درول شوی دی.
څنګه چه د اسلام اساسی لیار ښوونی د عمومی منافعو د تامین راز لری ، همـدا شــان حقیقت دا دی چه جـذبی پیمانی د اسلام په اولــه دوره کښی حضرت محمد صلی اله علیه وسلم او د ده رښتیـنو ملــګرو د خلــکو پــه زړونــو کښی د عشــق او محبت جــذبات او د اخــلاقی مبـادیو د علمی تقوی در سونه واچـــول .
کــوم وخت چه سړی د سیرت احادیثو او اسلامی تاریخ او دشرعی عــلومو اصلی تلقیات د مطالعی او دقت لاندی ونیسی دا وخت سړی پو هیږی چه د اسلام پخــوانیو رهبرانو څه غو ښتل .
ارمــان ؛ ارمـــان ؛ ډیر تاسف دی چه د اسلام دغه رنګه لارښونی د زمانی په مسیر او تحول کښی دیو رنګه داسی عناصرو دلوبو کولو مورد وګرځیدلی کــوم چه د هــغوی سره واقعآ هیڅ د اسلام د مقدس دین بوی هم نه احساس کیـــده .
دغو پلید و عناصر و د اسلام په نامه د لعنت نه ډک کارونه و کړی ، د اسلام څخه ئی ناوړی استفادی و کړی او د اسلام په نامه ئی په زرګونو معصوم انسانان تیر و یستل .
دغو عناصرو په داسی حال کښی چه قسم په خدای يی له ظاهری دلسوزی او عذر بل نور هیڅ د اسلام څخه کوم معلومات نه درلودل ، دخلکو توجه ئی ځانته واړوله او په هیلو او پلمو ئی د مسلمانانو د مدنیت قافله په قرنو قرنو بیرته و غورځوله ، چه حتی ډ یر کسان د اسلام په دین باندی بدګمانه شول .
که مونږ واقعآ د اسلام اساسی لیار ښونی او د اسلام واقعــی رهبرانو سلوک په پوره عمیق ډول د مطــالعی لاندی و نیسو ، هغــه وخت په دی پو هیږو چه د اسلام مقدس دیــن تر کومه انــدازی د بشرد دایمی سعادت متکفل او تر کومه حده دغه مقدس دین د عشق ، محبت ، اخلاق او جذبی دین دی ، چه واقعی عمل په صورت کښی دروغی او سلامتیا ضامن او انسانی روابط تقویه کوی .
د علامه محمد سعید « سعید افغانی » لیکنه
دوست
هغــه دوســــت دی چــه په سختی کی د ســـړی په کــارشی ، هــغه ورور دی چـه په یــو فکر دننه اودبـاندی په یــوه رنګ دیـوه هدف پــه خــوا روانشی ، نوپه دی حساب که زما سره ددی لانـدی مطلب دپاره څوک ملګری شی هغه زه خپل دوست ګڼـــم او ریښتنی ورور به مــی وی .
زمــا مطلب یوازی دا نــدی چه زه به خـاص د ځـان دپــاره د ژونــد ټــــول مشکلات لـــرم کـــوم .
نـــه ! زه د ژونـــد مشکلات د دی دپـــاره لری کـول غــــواړم چــه دخلکـــو د ارامـی او رفاهیت لا څــه ، چــه د دایمـی سعا دت ټــول وسایـــل برابرشی او د قـــوم دغــه پاتی قــافله خپل مقصــد منــزل ته ورســیږی .
هغـــه زه غــواړم چـه په یــو ارام ، مسعــود ، مطمـین او ښه متمدن ملک او وطـــن کی خـــپل ژونـد ګــډ د خلـکو د خـوښی او بـا دوامه افتـــخار سره تــر سره کـــــړ.
د « ۱۳۵۵ » هجری شمسی کال ــ کابل