کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ولسي خلك بې باوره سوي دي

ولسي خلك بې باوره سوي دي

په دې وروستيو وختونو كي د افغانستان په ګوټ ګوټ كي د ولسي خلكو تلفات ډير زيات سوي دي او هره ورځ نژدې سلو تنو ته مرګ ژوبله ور اوړي .

له يوي خوا يي نړيوال ائتلافي ځواكونه په خپلو هوايي بريدونو، هوايي او ځمكينو پوځي عملياتو او د شپي لخوا د هغوئ پر كورونو د خپلو يرغلونو په بهير كي وژني چي دا لړۍ له ډېره وخته را روانه وه او اوس يي خورا زور هم نيولى دى چي په دې اړه د افغانانو احساسات خورا را پارېدلي دي او د افغانستان تش په نامه حكومت هم په دې برخه كي ډير بې تفاوته پاته سوى دى ، څو څو ځله ولسمشر كرزي پر بهرنيو ځواكونو سختي نيوكي هم كړي دي چي هيڅ مثبته پايله يې نه ده څرګنده سوې او نه هم هغوئ پر ورته تكراري خبرو باندي غوږ ګرولى دى ، اوس د ولسي خلكو هم هغه د چا خبره ددې خواخوږيو او اعلاميو څخه چي بيله كمزورۍ بله هيڅ مانا هم نه لري ناټ مات سوى دى .

له بلي خوا وسله والو طالبانو هم يو داسي تريخ او ځيږ پوست ورته اغوستى دي چي بيخي يې خلك د خپل ژوند څخه بې زاره كړي دي او داسي عمل نه ورسره كوي چي هغه دي د زغملو وړ وي خو چاره څه ده ؟

د سياسي چارو د كارپوهانو په باور دوئ ته چي د بهرنيو هيوادونو او استخباراتي شبكو لپاره د افغانانو د ملي ګټو د له منځه وړلو او پايمالولو لپاره كومي پروژې وركول كيږي نو دوئ يې په پلي كولو كي د هيڅ ډول بشري سلوك څخه كار نه اخلي او كار كوي تر څو دوئ په دې ډول دنيا ته ځان ځواكمن وښيې .

زما په عقيده وسله وال طالبان اوس هم ځواكمن دي او دوئ ښايې د ناټو سره د مخامخ چګړې توان هم ولري خو چي لږ تر لږه په خپلو بريدونو كي ولسي خلكو ته د زيان  د اوښتلو په اړه فكر وكړي نو بريالي به سي . (هجران)

ما د افغانستان په سويلي ولايتونو لكه قندهار ، هلمند ، زابل او اروزګان ولايتونو كي د خلكو سره په دې اړه مركې كړي دي چي په ټوليزه توګه يې زه لنډ لنډ مالومات ليكم او ښايې دا د هغو بې وسه او بې اوازه افغانانو لپاره د يوه جزي چوپړ نمونه سي .

د كليو او بانډو خلك وايې چي نور مو نه د طالبانو څخه ښه راځي او نه هم د بهرنيو ځواكونو څخه ځكه له يوې خوا څخه يهوديان او عيسويان بمونه را باندي اچوي او له بلي خوا د پاكستان په افراطي مدرسو كي سخت دريزه او بي رحمه پاكيستان پلوه طالبان او تش په نامه عالمان .

د افغان حكومت څخه خو دومره بې زاره دي چي اوس يې د ولسمشر حامد كرزي د نوم څخه له خوا ګرځي او ارږى يې  بديږي .

كله كه يو څوك كليوالي سيمو ته ولاړ سي او د خلكو څخه پوښتنه وكړى چي دا ځل په ټولتاكنو كي ګډون كوئ او كه يې كوئ نو رايه به چاته وركړئ او په چا باور لري ؟

نو دوئ كه ډير خپه نه سي نو ښايې د څو دقيقو لپاره چوپتيا غوره كړي او كله چي په خبرو پيل وكړي نو ډير احساساتي به وي او وايې به چي موږ نور پخپل ټوله ژوند كي چاته رايه نه وركوو او باور خو لا پر ځاى پرېږده ، ددوئ په وينا افغان حكومت اوس مؤثريت بالكل د لاسه وركړى دى  .

كه چيري افغان حكومت غواړي چي د ولسي خلكو ملاتړ خپل كړي نو دې نړيوال ائتلافي ځواكونه دې ته اړ كاندي چي د خپلو عملياتو پر مهال دي د عامو وګړو د مرګ ژوبلي د مخ نيوي لپاره دقيق پلان  ونيسي او غور دي ورباندي  وكړي ځكه اوس خلك په دې پوه سوي دي چي بهرني ځواكونه قصدا داسي كارونه كوي تر څو ولسي خلك پر افغان حكومت بې باوره كړي او كه دا نه سي كولاى نو دي خلكو ته د خپلي د ناوسۍ څرګندونه وكړي تر څو دا تاريخي او پښتون ولس خپل د راتلوونكي لپاره تصميم ونيسي .

په ډله ايزه توګه د وسله والو طالبانو څخه هم ډير نا خوښ ځكه دي چي هغوئ ډير وختونه بې ګناه افغانان افغان او بهرنيو ځواكونو ته د چاسوسۍ په تورونو وژني او حلالوي يې او د ولسي خلكو په منځ كي پر خپلو مخاليفينو ځانمرګي بريدونه كوي  او دوئ ته مرګ ژوبله ور اړوي .

دوئ زياتوي چي وسله وال طالبان يې د شپې لخوا په ډلو ډلو كورونو ته ورځي او په زوره يې ميلمانه كيږي او يا خو هم د جهاد په نامه ورڅخه په زوره پيسې اخلې كه يې څوك نه وركوي نو هغه د حكومت او بهرنيو ځواكونو پلوي بولي او د شپې لخوا يې د خپل كور څخه باسي او په ډيره ناوړه توګه يې غاړي ور پرې كوي او وژني يې .

ځيني سيمه ايزو طالبانو ويلي چي جهاد خو يوازي پر دوئ نه دى فرض بايد هر مسلمان برخه پكي واخلي خو دا يې نه ده منلې چي د پيسو او ډوډۍ په نه  وركولو سره دي يې څوك وژلي وي .

خير ((كه شپه تياره ده مڼې په شمار دي ))

د رويټر خبري اژانس هم دغي موضوع ته په خپل يوه راپور كي يادونه كړې او د خلكو د واكسپاپونو تر څنګ يې د سياسي شنونكو تائيد هم را اخيستى دى .