{سوله دسيمې لپاره} په نوم ۳ ورځنۍ سيمينار جوړ شو
په کابل کې(( سوله دسيمې لپاره )) په نوم درې ورځنى کنفرانس جوړشو.
دکابل په انټرکانټينينټال هوټل کې دلراوبر پښتنو ٨٠ تنه ليکوالانو ، دسياسي چارو کارپوهانو ،خبريالانو ،دمدني ټولنو غړيو،دپارلمانونو استازي دلړم په ٢٤مه راټول شوي اودلرابر پښتنو دوربويونو په وړاندې دتاوتريخوالي دپيداکيدو په علتونو اوپه لمنځه وړل کيدو بحث کوي .
په کانفرانس کې دګډون کوونکيو لخوا په سيمه کې دامنيت دټينګښت په موخه دجګړې پرځاي دخبرو اترو ډير ټينګار وشو .
دغه غونډه چې په کابل کې جوړه شوې ده دددريو ورځولپاره به دوام کوي
په غونډه کې دلراوبر پښتنو لخوا په سيمه کې دپښتنو په وړاندې دبهرنيوځواکونولخوا دپښتنو دوژل کيدو په وړاندې د ډول ډول دسيسو جوړول په خپلو شعرونو کې وغندل شول اوخپل شعرونه يې يې خلکو ته واورول