په زرګونو کيلو ګرامه کېمياوي او نشه يي توکي سوځول سوي

د لراوبر اداره | نوومبر 14th, 2008


دکندهار ولايت چارواکي وايې چې نن يې ددغه ولايت له مربوطاتوڅخه دپوليسو لخوا راټول شوي وو، په زرګونو کيلوګرامه هيروئين، چرس، تېزاب او نورکيمياوي توکي وسوځول سول .

دکندهار والي جنرال رحمت الله روفي وويل چي سوځول شويو توکيو کې ١١٤  اعشاريه څلورسوه نهه څلوېښت کيلوګرامه هيروئين، ٨٥٩ اعشاريه ٩٠٠ کيلوګرامه ترياک ٩٤٨٣اعشاريه ٢٤٢کيلوګرامه چرس ،  ٨١٧١ لېټره تېزاب ، ٢٢٥١٠ کيلوګرامه کيمياوي مواد  شامل وو  اوپه دې تور يې ١٥٥تنه شکمن  کسان نيولي چې عدلي اوقضايي ارګانونوته يې سپارلي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024