پښتانه يواځي په پښتو راټولېدئ او پښتو يې ژغورلائ شي

د لراوبر اداره | نوومبر 14th, 2008


پښتنو دخپل پښتني شتمن کلتور ( پښتونولۍ) له برکته ، د تاریح په اوږدو کې،  د پردیو د پرله پسې  تېریو او تربېنتونو په شکل کې سختې ازموینې په بریالیتوب سره تېرې کړي، اوخپل اسلامي هویت یې تر هر چا  ښه ساتلی.

په پښتونولۍ کې مانوي ارزښتونه په اسلام، اداره په ولسواکۍ (دیموکراسۍ)، او احساسات او عواطف پر انساندوستۍ ولاړدي. دوی یو له بله سره ټکر نه کوي، چې غوره  بېلګې یې پښتني غیرت، جرګې، او پنا ورکول دي.


په دې توګه ویلی شوچې پښتونولي داسلام په چوکاټ کې د ولسواکۍ ( دېموکراسۍ)، او نه زورزیاتي یوه اوږد ه لړۍ ده.

خو د پښتنو بدبختي د استعمار په راتګ، او بیا په خاص ډول په  ۱۹۲۹ عیسوي کال کې، هغه وخت پیل شوه، چې پښتا نه دپرهېزګا رانو او دینپوهانو په جامه کې، د خپل قام او دین د دښمنانو، پردو اجنټانواو منافقانو ددسیسې ښکار، او د هېواد دازادۍ او ترقۍ سرغندوی، نوښتګر، پرټولو ګران او منلی اتل یې دهېواد پرېښودلو ته اړ، اودخپلو سترو سړیتوبونو او پوهانو د وینا پرخلاف- چې به یې دوی زده کړې ته هڅول او ویل به یې: په غوجل کې بارې خر او کچر ښه دی   ڼه په ښونه کې جاهل او بې ادب، دوی جهالت اوبې ادبۍ ته مخه ، ملي حاکمیت ړنګ، او ورسره یوځای یې د هېواد اقتصادي پراختیا او روښانفکري غورځنګ څو لسیزې په ټپه ودراو. 


ور پسې د هېواد ځوان پښت  دپردیو دجاسوسانو ښکاراو په ښیو او کیڼو وویشل شو. په دې توګه داشتباهکانو ، مخامختیاوو، کودتاهګانو، جرمونو، خیانتونو،کساتونواو وروروژنې لړۍ پیل شوه، ان تر دې چې کمونستی یرغلګرو زمونږ هېواد دخپلو ګوډاګیانو او جاسوسانو په مرسته لاندې کړ. خو  زمونړ خلکودرس وا نه خیست، او دسره یو کېدو، اوپه پوهې اوتکنالوژۍ دخپلو بچیانو د سنبالولو  اود هېواد د شتمنیو دژغورلو پرځای یې دښوونځیو د سوزولواو دښوونګو دوژلو، هغه د منافقانودروغجنه فتوه او ناکامه تجربه تکرارکړه.


په ۱۹۹۲ کې یې دا تجربه له سره تکرار کړه؛ او چې کله نورو پر افغانستان د واکمنۍ هڅې او د خپلې پوځي غښتلتیا کوښښونه لا وخته پیل کړي وو زمونږ پښتنو شوبلې او نورې پوځي وسیلې او ابادۍ له منځ څخه وړلې، چې ګواکې د کافرانو په لاس جوړ ې شوې، خو دا یې هېره کړې وه چې له هغو ساده ټوپکونو څخه نېولې چې دوی له شورویانو سره پرې جنګېدلي وو ان تر هغو کالیو چې ددوی پرتن وود هم هغو کافرانوپه لاس جوړشوي وو.


دا لړۍ لا د ۱۹۹۲ کال له تر ټولو ترخې تجربې وروسته هم پای ته و نه رسېده او لا تر اوسه روانه ده، چې دافغان ولس دمادی اومانوي ارزښتونوپه خوړلو یې زمونږ هیواد د ورانۍ اوهېوادوال د ځناورتوب  او دهریت پر لور شېوه کړي، چې نمونې یې هره ورځ په سترګووينﺉ. او که دا حال ډېر ژر پای ته ونه رسېږي نو په باور سره ویلی شو چې ځناورتوب  او دهریت به لکه سړیخوري، چې دپرله پسې ولږې له کبله په تېرو زمانو کې دنړۍ په ځینو سیمو کې په رواج بدله شوې وه،  خدای مه کړه، زمونږ په هېواد کې په رواج بدل شي.


ځکه نو پښتنو ته په کار ده چې راویښ اودخپلو ویاړلو او سپېڅلو دیني او افغانی ارزښتونو دژغورلو لپاره په یوې یواځنۍ هستې را غونډشي. 


دغسې هسته دښاغلوـ صمد حامد، اشرف غنی احمدزي، ودیر صافي، حبیب اله رفېع، روستار تره کي، علي احمد جلالی او داسې نورو په شتون کې جوړیدی شي، چې  بیا دغونډو، ټیلیفوني او انټرنيتي اړیکو له لارې  ټول نورهېوادوال  – باندي  (هغوی چې له دولت او اپوزسیون سره تړلي نه دي) او هم نا باندي ( ددولت کار مندان اوا پوزېسیون)  سره را ټولولی او په یوې سترې کتلې بدلولی شي.


دوی به بیا له نورو ولسپالو سړیتوبونو سره د نمونې په ټوګه د ازبکو په استازیتوب له ښاغلي ستار سیرت ، دهزاره ګانو په استازیتوب له ښاغلي خدایداد بشر دوست ، همدارنګه دتاجکو اونوروقومونو له وتلو ملی سړیتوبونو سره په ګډه  دراتلونکو ټول ټاکنو په اړه ، چې زمونږ هېواد یې همدا اوس په درشل کې دی، یو غوره پروګرام جوړ ا وورته خپل ګډ استازی ودروي. په دې توګه به قدرت په سوله ییزه توګه دولس رښتینو استازو ته وسپارل شي؛ ورور وژنه به بنده، هېواد به وژغورل، او ولس به ارام شی. که نه د هېواد ژغورنه په لنډ وخت کې ناممکنه ده، او که ممکنه هم شي نو  د ابا په بیه.

پای.

Copyright Larawbar 2007-2024