د کندهار له زيانمنو شويو زده کوونکو سره يوې افغاني مرسته وکړه
د چک جمهوريت په مرکز پراګ کې مېشتې افغانې خبريالې فرح هېواد، په کندهار کې له هغو شپږو نجونو سره مالي مرسته وکړه چې تېره چهارشنبه يې نامعلومو کسانو پر څېرو تېزاب وشيندل.
په هغه پېښه کې چې په ميرويس مېنه کې وشوه، پر ١٦ نجونو نامعلومو موټرسايکل سپرو تېزاب وشيندل چې د شپږو تنو حالت د اندېښنې وړ و. دوى روغتون ته انتقال شول او اوس په دې ښوونځي کې د نجونو شمېر تر حد ډېر کم شوى دى.
فرح هېواد هرې نجلۍ ته سل سل ډالره مرسته وکړه او له شمسيې سره يې ٢٠٠ ډالره مرسته وکړه چې د نورو نجونو په پرتله يې وضعيت ډېر خراب و او کابل ته انتقال شوه.
د لېسې استادانو، مدير او د دغو نجونو د کورنيو غړو د فرح هېواد د دې مرستې مننه وکړه.
فرح هېواد تر دې مخکې هم په ورته مواردو کې د خوارو افغانانو لاسنيوى کړى دى، هغې مخکې په زابل کې له هغه ښوونکي سره د ٢٠٠ ډالرو مرسته وکړه چې موده مخکې يې نامعلومو کسانو غوږ په چړې ځنې پرې کړى و.
وروسته يې له سيد غلام سره هم د ٢٠٠ ډالرو مرسته وکړه چې نامعلومو کسانو د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې سترګې ځنې وکښلې.