کور / تازه خبرونه / د تاریخ تیر ۱ ټن درمل او ۲۰۰ کېلو خوراکي توکي وسوځول سول

د تاریخ تیر ۱ ټن درمل او ۲۰۰ کېلو خوراکي توکي وسوځول سول

دمیدان وردګ په ولایت کې یو ټن تاریخ تیرې درمل  او دوه سوه کیلوګرامه تاریخ تیرې خوراکي توکې د ټاکل شوې کمیسیون پروړاندې وسوځول

دمیدان وردګ ولایت په میدان ښار مرکزي روغتون کې د میدان وردګ ولایت د ټولو ولسوالیو څخه تاریخ تیرې  یو ټن  درمل  چې څه موده وړاندې د موظف کمیسیون لخوا راوړل شوې وه نن ورځ د ولایت دمقام څخه د ټاکل شوې کمیسیون په وړاندې وسوځول او همدارنګه د میدان ښار د هټېوالو څخه (۲۰۰)کیلوګرامه  تاریخ تیرې خوارکي توکې چې دموظف کمیسیون لخوا راټول شوې وو وسوځول شول ، د میدان وردګ والي محمد حلیم فدايی لخوا اړونده ادارومسولینو ته  لارښوونه وشوه چې راتلوونکې کې د خرابو او تاریخ تېرو درملو او خوراکي توکیو د استعمال،پلورل او راوړلو څخه ډډه وکړي او د راوړلو په صورت کې به قانوني چلند ورسره وشي

دیادونې وړ ده چې دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدايي د ټولو ولسوالانوته دمسلحو غیرقانوني  قوماندانو په بې وسلې کولو او ډایاک ته د هغوۍ د وسلې سپارلو او راتلوونکې ژمي لپاره د بې وسو خلکوته د اړینو توکیو اومرستو رسولوپه اړه لازمې لارښوونې وکړ ی .