کور / تازه خبرونه / د اريانا پوهنتون رئيس دانشمل بيرته راخلاص شو

د اريانا پوهنتون رئيس دانشمل بيرته راخلاص شو


په پېښور کې د اريانا پوهنتون رئيس عبدالحق دانشمل چې څه موده مخکې ناڅرګندو وسله والو د تورخم نه پېښور ته په لاره د خيبر په دره کې تښتولى و، بيرته راخلاص شواو په پېښور کې خپل کورته ورسيدلو .نوموړي نږدې يوه مياشت دبرمته ګرو په ولقه کې تېره کړه
داريانا پوهنتون زدکوونکووويل چې ښاغلى دانش مل له خلاصيدو وروسته پوهنتون ته ورغلى و .
په پاکستان  کې دعبدالحق دانشمل نه مخکې افغان جنرال قونصل حاجي عبدالخالق فراهي او له هغه نه وروسته د افغانستان د ماليي دوزير کشرورور ضياء الحق احدي او د افغانستان د کليو د پراختيا د وزارت پخوانى صلاح کار اختر جان کوهستانى هم تښتول شوي چې تر اوڅه يې څرک نه دى لګيدلى .دافغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند سلطان احمد بهين د يو پلاوي په مشرۍ يو ځل بيا پاکستان ته راغلى څود ښاغلي فراهي د لټون په موخه يو وار بيا د پاکستاني مقاماتو سره خبرې وکړي .
په پېښور کې دفغانستان نوى ټاکل شوى سرپرست جنرال قونصل هم وايي چې پاکستاني مقاماتود فراهي او نورو برمته شويو کسانو په اړوند دوى ته اطمينان ورکړى دى .