د شاپيرۍ څرك

34 | نوومبر 16th, 2008


په مذهب دمحبت سوم دنفرت له دينه اوړم
دليلٰى په آبى سترګو  بدګومانه يمه خدايه
 
څو ورځى وړاندي كابل ته په يو رسمي سفر تللي وم له كوم چاسره چي كار وو هغه نه وو.


نو ټوله ورځ به يكتنها دهوتل په توره كوټه كي ناستوم او دانتظار ګړي مى شميرلي په داسي حال كي چي په ټول كابل كي مي هيڅ څوك هم نه  پيژنده، باور وكړي چي بي اينتهامي نفس تنګ وو.


چي ناببره خداي پاك يوه پريشته راوليږل چاچي زماتوراوسپين ژوندرنګين كړ.


كله چي هغه مهربانه پريشته زما له حاله خبره سوه نوسم دلاسه ئي زمادشپي د ډوډي بلنه ومنل چي دا احسان بي ئي هيڅ كله هير نه كړم.


دماپښين شاوخوا 3:00 درى بجي وي چي موبائيل ته مي زنګ راغي چي ورته ځيرشوم څه ګورم چي دهماغي پريشتي نمبردي، وروسته تر سلام ئي په ډيره مينه او اب راته وويل، مصروف خو نه ياست؟


زماچي  دهوټل توري كوټي دتنهائي په ملتيا ډير سخت نفس راتنګ كړي وو بي فوره ورته وويل، نه نه بيكاره يم! نوئي په خاص ذكاوت اومينه ناكه لحجه راته  وويل، زه دسيټي سنټر په رستورانت كي ستاسو انتظاركوم.


ددي خبري په اوريدو سره مي زړه دخوشحالي نه په ټوپوشو او عقل مي نوره ملګري پريښوده!


سمدلاسه دهوټل له هغي نفس تنګه كوټي نه را ووتم او دسيټي سنټر په لور روان شوم چيرته چي يوي ښكلي پري (شاپيري) زمادراتګ انتظار كاوه.


كله چي رستورانت ته ورسيدم ومي ليدل چي دخپلي يوي ملګري سره ناسته ده، زما په ليدو سره دځاي پاڅيده مسكي شوه اوپه ورين تندي ئي ښه راغلاست راته وويل او ورسره ناستي ملګري ته معريفي كړم.


وروسته ئي زماپه خوښه دزردكوجوس راته راوغوښت، ورو ورو مي دجوس په چيښلوپيل وكړ او ددي پري (شاپيري) وخبروته مي غوږ نيولي ووچي په ډير هنر ږغيده او مطلق ديوي شهزادګي له خاصيتونو څخه برخمنه وو.


دجوس تر چيښلو وروسته په ګډه سيټي سنټر ته نژدي ماركيټو ته ولاړو تر ښه ناوخته پوري وګرځيدو دماښام وخت وو چي هغه بله ملګري زموږ څخه جلا شوه اوموږ بيرته ورو ورو په قدم وهلو و  رستورانت ته راغلو.


ما په خپل 27 كلن ژوندكي چي تقريبآ ټول آسيائي هيوادونه مي ليدلي دي  داسي ښايست (ښكلا) او داسي لياقت دانسان ندي ليدلي!

Copyright Larawbar 2007-2024