کور / تازه خبرونه / د امریکا په کلیفورنیا کی ۱۰۰۰ کورونه وسوځېدل

د امریکا په کلیفورنیا کی ۱۰۰۰ کورونه وسوځېدل

رویټر په خپل تازه خبر کی وایی چی په جنوبی کلیفورنیا کی د هغه لوی اور له امله چی د څلورو ورځو راهیسی لګېدلی ، څه نا څه ۱۰۰۰ کورونه سوځېدلي او د بلیونونو ډالرو مالی زیان یې اړولی دﺉ . خبر وایی چی په دې کورونو کی د موبایل ( خوځنده یا انتقالی ) کورونو څخه نیولې تر لویو ماڼیو پوری چی هر کور څو ملیونه ډالره ارزښت لری ، شامل دي . خبر زیاتوی چی څه نا څه پنځوس زرو اوسېدونکو ته هدایت سوی چی خپل کورونه پریږدی او په هغو مؤقتی کمپونو کی و اوسیږی چی په همدې خاطر جوړ سوي دي . دغه اور په تیرو دوو ورځو کی ځکه شدت واخیست چی خورا توند باد په پسې و او د هغه له امله اور په سرعت سره خپرېدی او د اطفاییې وس نه په رسېدی ، خو اوس چی باد کرار سو نو د اور شدت هم ورسره لږ سوی او بیړني کارکونکي او پولیس د سپیانو په ذریعه مړي او زخمیان لټوی . د دې اور لوګی او دود څه نا څه ۴۰ کیلو متره لیری هم خلک په تکلیف کړی دی . اوس هلته اضطراری حالت اعلان سوی دﺉ . ویل کیږی چی د ۱۹۶۱ راهیسی دلته دغسی شدید او تر کنټرول وتلی اور چی ستر زیانونه یې اړولی ، نه و پیښ سوی .