کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د واحد نظري سره د زړه خواله (اكبر كرګر)

د واحد نظري سره د زړه خواله (اكبر كرګر)


د کونډې د زوی له هستوونکي او لويوونکي، ښاغلي واحد نظري سره د زړه خواله!


څو ورځي تر مخه د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون مشر واحد نظري لندن ته راغی، دلته د يوې فرهنگي ټولنې له خوا يوه غونډه جوړه شوه چې په هغې کې د نظري صيب مينه وال ٬ فرهنگيان اوليکوال راټول شوي وو. زما په نظر په دغه غونډه کې چې بايد تر هر څه دمخه د واحد نظري په فرهنگي اوهنري کارونو مکث اوخبرې شوي وای٬ تر زياته حده د هغه په دولتي کارونو باندې خبري متمرکزې شوي.
غونډه د سازماندهي له پلوه هم تر پوښتنې لاندې وه ٬ په دې مانا چې هغه نظم اوډسپلين چې بايد لرلى يې وای لږ څه کمزوري و. خو په هر حال که چيرې تاسې له ما وپوښتۍ چې زه څه ووايم نو زما خبرې به داوی :  ٠
کله چې په اوسمهال له نظري سره مخامخ کيږو، نو د يو څو بعدي شخصيت سره مخامخ کيږو٬
يوخو دا چې هغه دامهال د ملي راډيو تلويزيون مشر دی ٠ دا يوه خبره ده ٠ دا يو دولتي پوست دی ٠ خو دده له پاره دا ځکه توپير لري چې دی لکه واسلاو هاول درامه ليکوونکي چې يو څه وخت يې اداري کارونه وکړه اوبيا په هر حالت کې هغه ته ليکوالي اوډرامه ليکنه دچک دجمهوريت تر مشرتابه هم سپيڅلي وه.
زما په نظر چې په دغه ارگان( راديو تلويږيون) کې څو کلنه کاري تجربه لرم٬ د واحد نظري له پاره به هم دا کار له  زړه تنگۍ نه ډک وي ٠ ځکه دی اداري کارونو ته دومره جوړ نه دی لکه څومره چې هستوونو اوپنځونو ته تيار دی .
زه فکر کوم چې دواحد نظري د قدردانی ځای هم په دې کې نه دی چې دکوم ځای مشر دی بلکې په دې کې دی چې څه يې کړي اوڅه يې هست کړي دي ٠ په دې ډول د هغه دويم ډول کار ته راځو اوهغه د نوموړي هنري کار دی ٠ دي يو هنري مند دی اوهنرمند داسي استغنا هم لري ٬ چې کله وايي : وادې خله دونيا زه وږی ستا ددونيا نه يم ٠ او يا درحمان بابا دا شعر چې وايي :


اورنگزيب که دډيلي په تخت نازيږي
ما رحمان لره دخاورو کنډولی دی


د يو چا خبره ده چې سلطان محمود ډير زورور پادشاه وو ٠ خو که اوس هغه اوفردوسي دواړه راژوندي شي نود سلطان په مخ به تف وشي اوفردوسي به دلعل په څير په زربفتو خوله کې وساتل شي ٠ 
گرانه نظري صيب ماته په دغه مهال موقع ميلا و نه شوه چې خبرې وکړم ٠ ځکه چې هلته دکمرې اودتصوير مينان  اوپه خپلو خبرو باندې عاشقان ډير وو٠ خدای دې وکې چې د هغو خبرې واورول شي ٠ خو که له ما چا پوښتلي وای ما به همدومره ويلي وايي :


گرانه !
کله چې تاسي دکونډې دزوی په اننگو باندې اوښکې وليدلې٠څه احساس مو وکړ ٬؟ ايا دا سمه نه ده چي ووايو تا ژر ژر قلم راواخيست اود هغه انځور مو وويست ٬ بيا مو د هغه د مور زړه انځور کړ ٠ بيا مو په دواړو زړونو کې يو رښتينواله٬ زغم اوصبر ترسيم کړ ٠ بيا تاسو د مور د زړه باغ وليده ٠ بيا مو د يو انسان صداقت اورښتينواله وليده چې څومره لويه وه لکه دهندوکش لړۍ ٬ لکه د فراه اوهلمند دښتې٬ لکه د کندهار ٍعظمت لکه د کابل د غرونو ديوالونه٬  او لکه افغانستان داسې سپيڅلی ٠ ارومرو چې تاسو يې راسره منۍ٬ تاسو کولی شول د کونډې زوي ته پتلون واغوندۍ٠ مکتب ته يي رهې کړۍ ٬  تعليم پرې وکړۍ او بيا يي مامور کړۍ بيا يي رئيس کړۍ٬  چې کله د هغه کونډه مور د هغه دفتر ته ورغلې وای نو ارومرو چې بيا به يي د دفتر سکرتر ته ويلي وايي :
چې دا زموږ خدمه ده ٠ لږ چای ورته ورکړه اورخصت يې کړه ٠ خو تا دا کار ونه کړ٠ هغه دې د وطن د ساده اوشډل طبيعيت په څير لوی کړ٬  او د خپلي وزې سره دې د کابل په دپړه مارونو وربرابر کړ٬ چې په ژوندوني له خلکو پوستکې باسي ٠ 
ايا هماغه د کونډې د زوی لوټوونکي اوس په گدۍ نه دې ناست؟ 
خدای دې وکې چې ز ما له خبرو سره موافق وې ٬ 
زه د ((لمر په لور)) فيلم نه يادوم ٠ هغه يوه رواني ستونزه ده٬ چې د همدغه کونډې زوي په څير د غم شيبې تيروي ٬ کيسه زما وه اوتا ښکلي کړه فيلم دې ترې جوړ کړ٬ خو باور وکړه کله چې په هماغه وخت کې ما خپله کيسه وليدله ٠ تا ډېره اوچته انځور کړې وه ٠ په هغه وخت به ځينو کودنو(بې مغزو) ويل چې داو لي ډيالوگ نه لري٬ (( راشه اودې خبرې ته پرتوگ وکړه ٠)) تصوير پخپله يو څه دي ٠ 
ښاغلی نظري صيب ! د هجرت فيلم قهرمان هم دکونډې بل زوی دی چې وطن پريږدي اوبهر ته ځي ٠
هغه دا خبره خلکو ته څرگندوي چې که څوک له هيواده ليرې شي٬ نو د چټليو هغه تورې پلاستيکي بوجۍ ته پاتې کيږي چې په سړک له موټر نه گوزار کيږي ٠ اوهيڅ ارزښت نه لري ٠ خو قهرمان څومره سپيڅلی دی ٠ هغه ته وايي چې ته دروغ ووايه ٠ چې ته په خاد کې ريس وې ٠
هغه له ځانه سره وايي : نو زه څرنگه دروغ ووايم ٠ زه خو ريس نه ووم ٠ هغه په دې رښتيا ويلو دهندوکش په څير قد باسي ٠ اودسيستان د دښتو په څير لويږی اولکه افغانستان خپله سپيڅلتيا پيدا کوي ٠
هغه ته دبهر ژوند د ملنډو ډک نه دې بلکې د هغه بهرني (( ټيز)) ته ورته اود ملنډو ډک دی ٬ چې په تشناب کې ترې الوزې٠ د اروپا ژوند ٬ ((نړيوال مدنيت ٬)) ((لويديزه دموکراسي)) ٬ د((کډوالو سره د بشري حقونو پر معيارونو چلند)) او د هغه اروپايي ((باد)) درې واړه يو دي ٠ که داسې نه ده ٠ په هجرت کې وطن پالنه عروج پيدا کوي ٬ اسمان ته لوړيږي ٬ اوخپل عظمت پيدا کوي ٠ اونړيوال کيدنه دومره کوچنی کيږي اوبشري حقونو اوديموکراسي اودمهاجرو سره ښه چلند د هماغه د تشناب دپيښې سره تقاطع پيدا کوي ٠
نو گرانه نظري صيب ! که ماته چا موقع راکړې وای ما به همدا خبره جمع يوه بله هم کړي وای اوهغه دا چې :


ډېر راباندې گران يې خو اوس ستا ليده گران شوي دي
ياره مهربانه چې دا څه درباندې شوي دي


بس همدومره
لندن – دنومبر ۱۵