ورځپاڼو ته کتنه
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د ولس مشر کرزي د تیرې ورځې څرګندونو ته ځانګړې کړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي که چیرې ملا عمر وغواړي چې خبرې وکړي نو امنیت به يې ونیسي.
ورځپاڼې د همدې مخ په یو بل مطلب کې د مصر د الازهر پوهنتون د شیخ دا وینا هم راغستې چې ویلي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په خبرو کې ګډون کوي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو لګښتونو ته هم کتنه کړې او لیکلي دي چې ددغو ځواکونو میاشتنې لګښت له څلور میلیارډو ډالرو نه اوړي.
د هیواد دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د ولس مشر کرزي په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او هغه يې د ملي واکمنۍ ریښتینې مفهوم بللې دې.
په ورځپاڼه کې د سیمې لپاره د سولې د غونډې له ګډون والو سره د ولس مشر کرزي د لیدنې خبر هم خپور شوې او د هغه په حواله لیکل شویدي چې د سولې لپاره هڅې باید دوام ومومي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې بیا هم پدې ټینګار کړې دې چې د ترهګرو د اصلي ځالو د ځپلو بهیر باید ګړندې شي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د هیواد د روانو حالاتو په اړه د ولس مشر کرزي غبرګونونو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې ولس مشر په غوسه دې.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د میشتو برطانوي ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.
په ورځپاڼه کې د افغانانو شتو ستونزو ته هم کتنه شوې او لیکل شویدي چې په افغانستان کې ژوند اسانه کار ندې.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم بیا د ولس مشر کرزي د تیرې ورځې د څرګندونو په اړه د هیواد د یو کار پوه په حواله لیکلي دي چې ولس مشر د ارګ په ماڼۍ کې خپل امنیت نشي تضمینولې نو د ملا عمر امنیت به څه ډول وساتي.
ورځباڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د مجرمینو د اعدام مسله راغستې او لیکلي دي چې د اعدامولو دا لړۍ باید قاطع شي.
په افغانستان کې د بیکارۍ ستونزه د ورځپاڼې بل مهم مطلب جوړوي چې پکې ددې ستونزې د هواري غوښتنه شوې ده.
د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا برطانیې ته د ولس مشر کرزي په وروستي سفر تبصره کړې او لیکلي دي چې د کابل او لندن ترمنځ یو نوې پل د جوړیدو په حال کې دې.
ورځپاڼې په عراق او افغانستان کې د جنګ له امله ځیږیدلې ستونزې په ګوته کړي او لیکلي دي دا تراژیدي لا هم د دواړو هیوادونو خلک زوروي.
په ورځپاڼه کې دا هم لیکل شویدي که چیرې امنیت خراب شي نو طالبان به بیا راستانه شي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د ولس مشر کرزي د څرګندونو په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې دا په نیویارک کې د ادیانو او د سولې د غونډې په څنډو کې د شویو خبرو څرګندوې دې.
په ورځپاڼه کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې د روان بهیر په اړه په یو مطلب کې لیکل شویدي چې په بغلان کې له اوولسو کلونو نه په کم عمره کسانو هم کارتونه ویشل شویدي.
په ورځپاڼه کې روغتیايې خدماتو ته د خلکو د لاس رسي ستونزه هم راغستل شوې او هغه يې په افغانستان کې د وګړو د زیاتیدو پایله بللې ده.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او د سیمې د روانو حالاتو او پیښو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې د هیواد د روانو پیښو په اړه د ولس مشر کرزي غبرګونونو ته لنډه کتنه کړې.
خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې په اداره کې د مجازاتو او مکافاتو په پلې کولو آټینګار کړې دې.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا په هیواد کې د جنګونو دوام ته په اشارې لیکلي دي چې له طالبانو سره روان جنګ د افغان کډوالو ستونزې زیاتې کړیدي.
په ورځپاڼه کې د افغان ځوانانو ستونزې هم څیړل شوي او لیکل شویدي چې د افغانستان یو نسل سوزیدلې او هیر شوې دې.
ورځپاڼې په افغانستان کې د تیلو او ګازو د بیو د جګیدو په اړه یو انتقادي مطلب هم خپور کړې دې.