کور / طنز / نوي څیړنې (طنز)

نوي څیړنې (طنز)


د امریکا د هوايي پوهنتون پروفیسرانو، ډاکټرانو او د وراثت د علم پوهانو د خپل د شلوکلنو څېړنو، سپړنو او ښننو پایلې داسي اعلان کړې:
  د نابغه وو انسانانو په کروموزوم کې یو د ژووجین شتون لري د دې جینونه اغیزه د هغو په کړو وړو، عادتونو او خویونو کې له ورایه سترګګ وهي
  د بېلکې په توګه:
د نابغه بډې اخیستونکي په کروموزوم کې چې نه ډاریږي د کولنګې چرګانو یو جین شته، یا په بله مانا هغه څوک چې دا جین ولري هغه هرومرو بډي اخلي .بډی اخېستل د هغه ګناه نه بلکې دا لکه شعر یو خدايي ورکړه ده ؛ خو د خسکو چرګانو جین لرونکي بډي اخېستونکي باید د واسطي او زور واکسین وکړي کنه د چرګانو په  توغک اخته کیږي. ددې ډول جین لرونکو انسانانو په خبرو کې لکه کلنګې چرګ او په کار کې لکه کوټه چرګه تل په کوریز کې وي که د چا لخوا توتو ورته و شي د هغه خواته منډې وهي. 
دا څېړنه زیاتوي:
دلاندې شوي هیوادونونابغه  امران بیا د پسونو جین لري چې تل با، با وايي، تل د واښو پر ګډۍ ناست ځان پاچا بولې که تاسو ورته ووایاست تاسو ته خلک بابا وايي
هغوی هرومرو په هېښتیا وایي: نه بابا
نابغه جنایت کوونکي د ماریا چونګښې یا دواړو جین لري لکه ما ر یوازې د زورور هیوادو شپیلی ته غړي وهي نور هر څه چې يې مخی ته ورشي هغه لکه چونګښه ژوندی تیروي چې اسان نعلیږي هغوی هم لکه چونګښې پښې ورته پورته نیسي اود نیکمرغه تل هغوی داس پرځای نعلیږي.
نابغه اختلاص ګر ان دزرافې ترور جین لري اوتل لکه زرافه خپل خړ اوربز پورته پورته کوي، ګوري چې د چا خو پام نشته اومړۍ ژوندی ژوندی تیروي تل لکه ویره اخیستې او ترهیدلې زرافه لغتې غورځوي ددې خلکو له لغتو څخه باید نور کسان ځان خوندی کړي.
نابغه دوړن درواغجنان بیا د ګېډرې جین لري لکه نا اهله امران د یو ې حېلې د منلو لپاره سل درواغ لکه هګۍ کتاروي او لکه ځېنې وزیران په شرم بیخي نه پوهیږي.
نابغه اتلان جنسي تیري کوونکي بیا د سپو جین لري چې مخالف جنس وویني کوړنجی پيلوي او ترهغه کورنجيږي چې مړ یا مړیږی.د همدې کبله د شپي لکه محترم سپيان په مکانو کې پراته وي .
نابغه منلي ملی خایينان د جرې چنګوښې جین لري ،جې په وچه او لنده دواړو کې ژوند کولی شي ګولې د بل سره وهي او تیغونه يې په تا باسی
نابغه سر کوټه بې ناموسه بیا دخصي خرو جین لري د هر چا بار چې پر بار وي هغه سر نه خلاصوي
د کوڅو ډیسکو لوچکان بیا دمچانو جین لري هر چیری چې خواږه وي هلته خپاره وي
کیسه بران د ډالبازې کیکې جین لري چې لکه ټوپکیان په پرتاګه کې غورځي را غورځي
غوړه مالان د ملخانو جین لري چې ټول عمر يې په ټوپونو تیریږي
په اصطلاح نابغه اوسني اهل دکار د کیشپ جین لري د یو ساعت لار په کال وهي
اوبیکاره محترم زاړه بیا د اوښ جین لري چې تل څلرویښت ګړۍ په سیاست شخوند وهی خو نه مړیږی او خدای يې هم نه مړوي.