کور / شعر / حوادث

حوادث

 


لکه برېښنا ناڅاپه ښکار د حوادثو شمه
د ورک منزل په لورې لار د حوادثو شمه


له حوادثو زېږېدلی حوادث زېږوم
کله بچی شم کله پلار د حوادثو شمه


خلک کوي د سپینو خولو او شنو خالو غلامي
زه په دې ټول وطن  کي یار د حوادثو شمه


له ډېره وخته په خوبو کي زنځیرونه وینم
دا ډېر کلونه چي سنګسار د حوادثو شمه


لکه مجنون شم د جنون په زولنو کي مسکی
لکه د میني ګرېوان تار د حوادثو شمه