کور / تازه خبرونه / د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ دطالبانو برید

د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ دطالبانو برید

وسلوال طالبان ادعا کوي چې دوی بېګا شپه د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ بريد کړی او د ملي پوليسو ۱۰ تنه يې وژلي دي، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې بريد کې د دوی درې تنه جنګيالي هم وژل شوي دي، د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزی  بريد مني، خو وايي چې د دوی پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د وسلوالو طالبانو ۸ تنه يې وژلي او يو يې ژوندی نيولی، عبدالزی وايي چې وسلوالو طالبانو پينځه مړي له ځانه سره وړي او درې تنه يې اوس هم له دوی سره دي.


                                                                                                                      ملاخېل ننګرهار