كندهار:په ډنډ ولسوالۍ كې ځانمرگى بريد شوي

16 | نوومبر 17th, 2008


 

دکندهار ولایت په ډنډ ولسوالي كې يو ځانمرگى بريددبريدگرپه گډون څلورتنه ووژل . ددغه ولايت چارواكي وايې چې دغه بريد نن دوشنبه وروسته له غرمي يوه تن چې دپوليسو جامي يې اغوستي وي هغه مهال تر سره كړ چې ولسوالي ته دننوتو هڅه يې كوله . چارواكو وايې په غه ځانمرگى بريد كې دوه تنه پوليس يو لاروي او خپله ځانمرگى وژل شوي او دري پوليس ژوبل دي . دكندهارپه ډنډولسوالي كې دا ځانمرگى بريد په داسي حال كې تر سره كيږي چې په پرون هم په هرات اوبغلان كې دوه ځانمرگي بريدونه تر سره شوي و  

Copyright Larawbar 2007-2024