کور / نثر / زمــا نظـر

زمــا نظـر

دا ډیر وخت کیږی چه زه د خپل نظر په خوا متوجه او په نظر کښی هغه نظر په لټه ایم چه د خیر  په منظور د کیدو شوا خون ولری .

خیالی دنیا  د خیالی تماشا او یو خیالی تسل دی ؛ چه که دعمل ډ ګر ته مجرا و نه لری ، په درد نه خوری .

خیال بافی چه و ځندیږی ورڅخه مزمن مرض جوړیږی ؛ او د «  رکود ، خمود او جمود » موجب ګرځی .

ژوند کول د کړاونو سره مجادله ده ؛ پدی مجادله کښی هغه څوک د بریالی توب مقام ته رسیږی چه لاس تر ځنی  کی نه ئی ، او د أګاهانه شعور سره یو ځای کار او عمل ته دوام ورکړی .

امید واری ښه تجویز دی ؛ چه ورسره  د همت مټی هم پورته شی او عاقلانه  تجویز سره عاقلانه فعالیت جوت په کار و لویږی.

څومره چه دقیق غور ، فکر او تحلیل کیږی هغومره نتیجه همرا په لاس راځی ؛ چه د خپلی  د نیا د جوړولو لپاره په هر مرحله کښی چـه وی ، «  صلح او سلم » ته اجتماعی نهایت ضرورت دی .

نو پدی اساس ! جنګ او جګړه باید دفاعی شکل ولری .   او د بیا ! بیا ! بر یا لیتویونو په صورت کښی هم باید د انتقام اخستلو په ځای د « صبر ، حوصلی ، عفوی ، بښنی او پوره صلی او عاطفی » څخه کار واخستل شی . 

که مونږ سره  حقیقتآ د صادقانه او مخلصانه خدمت هیله قوی وی ضرور باید د پوره حوصلی او متانت څخه کار واخلو ، له هر خوا د ښه تفاهم وسایل په کار واچوو او د «  مصوننیت ، قانونیت ، عدالت » د شعار لاندی داسی چوکاتونه او معیارونه برابر کړو چه د عمومی تحریک او ابتکار موجب و ګرځی .

زه باور لرم چه دا کار ارو مرو کیداونکی دی !  خو که د تیرو تجربو څخه ، په سړه سینه پـوره د ژونـــد په هــره برخــه او اړخ

کښی  د  مترقی  زړه  سوانده  او پخو مغذ و  څخه  کار وا خستل شی .

تبصره نسته

  1. در لروبر افغانستان انتر نیتی صفحی ګرانو مسوولینو سلام !
    زه باورلرم چه هره ورځ ، دلر او بر افغانستان نشراتی لمن د مختلفو « مقالی ، مضامینو او نور جالبه او باارزشه تاریخی » مطالبو باندی ، پراخه شوی او جهانی شهرت لاس ته راوړی ، چه دا موفقیت مو مبارک شه .
    د علامه سعید افغانی صاحب ، دا مضمون « تشخیص او معالجه » زمونږ دګران وطن د موجوده دردو د حل دپاره یوه قوی نسخه ده ، که چیری د قدرت خاوندان ورته متوجه شی . بله داچی : د ګرانو لیکوالانو ډنده ده چه داسی مطالب نور هم برجسته او په خپلو لیکونوکی تری استفاده وکړی . کور مو ودان ( داکتر خلیل ) .