کور / شعر / غزل

غزل

وخته په شپېلۍ کي دسندروقيمت ولوېدو


زړونوکي دخلګودخبروقيمت ولوېدو
دادوخت باداردځان مستي کله زغملي شي


وابه ورې په غوږچي دډالروقيمت ولوېدو
سمه به سپوږمۍ په غېږکي نيسي ښکلوي به يي


کلي کي دډيروستمګروقيمت ولوېدو
زه يي په بل پلورم اوپه غلاکي يي شريک يمه


ځکه مي دکاڼوملغلروقيمت ولوېدو
ستاښکلاپه زړه کي بشرمل پټه ساتلې ده


دې بازاري پېغلوبڼوروقيمت ولويدو