تروريزم، دعوت، زعامت، واك او جهاد

د لراوبر اداره | نوومبر 17th, 2008


په مسلمانانو كې چې د منافقينو ځانګړتيا ده د اسلام له لومړي سر څخه راپيل دى او كله چې د اسلام ستر پيغمبر لا ژوندى و د عبدالله ابن ابى تر مشرۍ لاندې 300 منافقين  په مسلمانانو كې وو، چې دغو منافقينو د خپلو اغراضو او له لاسه وتي قومي واك او شهرت د ترلاسه كولو له پاره د مسلمانانو پر وړاندې له عناد څخه كار اخيسته او د مسلمانانو په برياليتوبونو، پياوړتيا او سوكالۍ خفه كېدل او تل به يې د مسلمانانو د كارونو مخنيوى كاوه.

تروريزم ان د اسلام په لومړيو كې د مسلمانانو ليكو ته د منافقينو په لاس لار ومونده او د مسلمانانو دويم، دريم او څلورم خليفه د تروريزم قرباني شول.

تروريزم له هماغه لومړي سر څخه په اسلام كې د واك لاسته راوړلو او پر مسلمانانو د حكومت كولو له لېوالتيا رازېږېدلى او تر ننه يې په همدې مفهوم ادامه موندلې ده.

د يزيد له خوا د حضرت محمد ص د لمسيانو او كورنۍ قتال هم د واك د انحصار او پراختيا له پاره ترسره شو او وروسته د اموي كورنۍ او عباسي كورنۍ تر منځ اختلافات هم د واك له لېوالتيا څخه راپورته شوي وو چې په سلګونه علما او سرلاري مسلمانان يې خاورې كړل او لنډه دا چې تر ټولو كوم امت چې د تروريزم او د واك د لېوالتيا قرباني شوى هغه اسلامي امت دى.

موږ د يزيد او امام حسين له اختلاف څخه زيات داسې څه موندلى شو چې نن پرې د اسلامي رښتينې لارې او اعلى كلمة الله او د افراط او واك د شيطاني لېوالتيا لارې سره پرې بېلې او د خلافت او سلطنت تر منځ توپيرونه او د ترهګرۍ اساسات را برسېره كړو.

د دريم خليفه له شهادت وروسته حضرت علي كرم د مكې او مدينې د نوماندو صحابه و له خوا خلافت ته غوره شو او حضرت معاويه چې د حضرت عثمان رض د خلافت په وخت كې د شام والي و، د يو شمېر منافقينو په لمسونه د علي كرم په خلافت شكمن شو او دغو منافقينو د حضرت عثمان د وژلو پړه پر حضرت علي كرم اچوله او په دغې توجيې سره چې على كرم ګوندې دغه كار د واك د ترلاسه كولو له پاره كړى دى، حضرت معاويه رض او نور مسلمانان مخالفت او جګړې ته راوبلل. علي كرم د شام له والي سره له يوې جګړې او د هغه د استازي د منافقت او پلمې وروسته اړ وته چې د واك او خلافت له ادعا څخه لاس په سر شي او معاويه رض د ټولو مسلمانانو د سلطان په توګه اعلان شو. علي كرم لږ وخت وروسته د يو كس له خوا ترور شو او د دده له مرګ وروسته معاويه رض په شام او نورو ايالتونو كې خپل واك او ځواك لاپسې ټينګښت او پراخه كړ.

د معاويه رض له مرګ وروسته د هغه زوى يزيد واك ترلاسه كړ او خپله مخه يې د على كرم له كورنۍ سره تربګنۍ ته واړوله.

دغه كورنۍ د خلافت مدعي او د سلطنت او دكتاتورۍ مخالفه وه.

دغه يوه روحاني كورنۍ وه چې ځانونه يې له سياست او واك څخه لرې ساتل او خپل وخت يې علم او د مسلمانو ځوانانو روزنې ته وقف كړى و.

د دغې كورنۍ پر محور يو شمېر مشهور صحابه او اسلامي عالمان را ټول شوي وو او دغو عالمانو او صحابه و د سياسي واك پر سيستم، دكتاتورۍ، د نظام پر زبېښاك، بې لاريتوب او ظلم او د سلطنت پر فساد نيوكې كولې او له همدې كبله سلطنت وېره درلوده چې د دوى تبليغات به يوه ورځ د مسلمانانو قهر راوپاروي او د دوى واك او سلطنت ته به پاى وركړي.

د خلافت سيستم له پرهېزګاره مسلمانانو او عاليقدرو صحابه و څخه جوړ يو انتخابي او بشپړ مشورتي سيستم و چې ټولې چارې د مسمانانو پر رايو او مشورو مخته وړل كېدې او هر څه د الله ج په احكامو او شريعت سره پر مخ تلل.

سلطنت د يو شمېر متعصبو او واك پلوو مسلمانانو د هڅو په لړ كې منځته راغى، پر نورو مسلمانانو تحميل شو او په ټولنه كې يې د ډول ډول فسادونو له پاره لاره پرانسته او ورځ تر بلې د دولت اداره او دربار په فساد ككړېده، فساد او بې لاري په كې دودېدله.

په تاريخي ليكنو كې راغلي چې دويم سلطان يزيد، يو ظالم سړى و چې زياتره وخت به يې شراب څښل او خپل وخت يې په عربده كې تېراوه. له سلطنت سره يو ځاى فساد، ظلم، دكتاتورۍ، فتنې او بد لارۍ د دربار او چارواكو منځ ته لار ومونده او په چارواكو كې پرهېزګارۍ خپل ځاى فساد او فحشا ته پرېښود.

سلطنت په خپل نږدې 1400 كلن واټن كې د مسلمانانو د زبېښلو او ځپلو وسيله وه او هيڅكله يې د اسلام او اعلى كلمة الله له پاره د زړه له تله كار نه دى كړى او د مسلمانانو له وېرې د اعلى كلمة الله مخالفت يې هم نه شو كولاى او د مسلمانانو د ظاهري رضايت د ترلاسه كولو په موخه يې د اسلامي حكومت د يو څه پراختيا او لوړتيا لاپې شاپې او هلې ځلې كړي دي.

د سلطنت تر څنګه په مسلمانانو كې يو بل بهير د اپوزېسيون په بڼه روان و چې د مسلمانانو تر منځ يې د امر بالمعروف دنده تر سره كوله د واك لېواله نه وو او خپله تكيه يې په علم او له دغې لارې په اعلى كلمة الله وهلې وه، له دې ډلې څخه يو شمېر وتلي صحابه چې پيغمبر ص ته ډېر نږدې پاتې شوي، علي كرم او د ده كورنۍ، د شيعه او سني ډلو امامان، فقهاء او خپله امام ابوحنيفه چې په لسګونه ځله ورته د لوړو څوكيو وړانديز وشو او ده رح هيڅ دولتي زعامت ته تر يو فاسد قيادت لاندې غاړه كېنښوده او خپل جهاد ته يې په علم او څېړنې سره ادامه وركړه او يوه شېبه د مسلمانانو له لارښوونې او اعلى كلمة الله څخه غافله نه وو.

زعامت په اسلام كې عبادت دى كه تكليف ؟

ټولو فقهاو د رايو په اجماع زعامت تكليف بللى او عبادت يې نه بولي.

د الهى ارشاداتو پر بنسټ يو مسلمان په عبادت مكلف ګرځول شوى او تكليف اختياري خبره ده.

تكليف د مسلمان د ازمايلو ډګر دى او كېداى شي يو څوك د الله ج له رضايت او يا غضب او لعنت سره مخامخ كړي.

په عبادت كې شك او تېروتنه نشته او عبادت يو څوك د الله ج رضايت ته هدايت كوي. تكليف كله نا كله له شك او تېروتنو څخه ډك وي او كېداى شي يو څوك د الله ج رضايت ته هدايت او يا يې نه كړي، نو له همدې امله اسلامي علماو زياتره وخت زعامت ته زړه نه دى ښه كړى او كه كوم دغه كار هم كړى د پيغمبر ص په امر او د مسلمانانو په غوښتنې او ټينګار سره يې كړى دى.

د دين د دعوت اصول اجتهاد او علم دى او هيڅكله په اسلامي نصوصو او د پيغمبر ص په سنتو كې داسې څرك نه لګېږي چې د هغې له مخې دا ثابته شي چې وسله وال جهاد او زعامت دې د دعوت شرط ګرځول شوې وي. د بدر، احد او د احزابو درې غټې غزوې او له دې وروسته د خيبر جګړه دا ټولې د مسلمانانو د دفاع له پاره تر سره شوي او دعوت هم هيڅكله د اصغرجهاد د فرضيت له شرطونو څخه نه دى ګڼل شوى.

د جهاد د فرضيت شرطونه، تېرى، ظلم، ښكاره فساد او د مسلمانانو تر منځ د اسلامي احكامواو شووناتو د ترسره كولو مخنيوى بلل شوي.

د خلافت اموي او عباسي دورو كې زعامت چې كومې جګړې او سوبې كړي او خلكو اسلام ته مخه كړې دا ټول د هغه پېر د خلكو ځاني غوښتنې وې او دغه سوبې هيڅكله د دعوت په موخه نه دي ترسره شوي. د اسلام امپراطوري د حاكميت د غځونې ننداره وه او اسلام ته د ډلو ډلو خلكو راننوتل داوطلب او د دين د حقانيت د پوهېدو له مخې ترسره شوي او مسلمانان چې كوم ځاى ته رابلل شوي او ورغلي د هغو خلكو د غوښتنې پر بنسټ او د ظلم پر وړاندې د مظلوم ننګه وه. له حاكميت او واك څخه د دعوت له پاره كار اخيستل په سوره نصر كې تقبيح شوي او په تعريض سره منعه شوي هم دي. كه څه هم حاكميت او د واك خپرېدلو له دعوت سره مرسته كړې خو بيا هم اسلام واك، وسله وال جهاد او دعوت سره نه دي تړلي.

اوس چې په ډاګه واك، زعامت، وسله وال جهاد او دعوت سره جلا او خپلې په كار وړنې لري پوښتنه دا پيدا كيږي چې ولې د دغو مختلفو اركانو سره يوازې د واك تر لاسه كولو له پاره هڅې پر مخ بيول كيږي؟

سره له دې چې دا راز هڅې او د دين او اركانو له خلطولو څخه دين ته غټ زيان رسېدلى او لا هم رسېږي او په كابل كې د تنظيمونو شرغوبل او اوس د هغو جهادي تنظيم سالارانو، قاچاق سالاري او مافيايي حاكميت يې ژوندۍ بېلګې دي، خو بيا هم دا راز هڅې روانې دي، تكليف له عبادت سره يو ګڼل او له دين څخه د واك تر لاسه كولو له پاره ناوړې هڅې پر مخ بيول كيږي.

د بدر، احد او احزابو غزوو هيچا ته څوكۍ ونه بښلې او څوك يې سلطنت ته ونه رسول. د مسلمانانو د كارونو د تنظيم تكليف او زعامت د اسلام له پيل څخه د پيغمبر ص پر غاړه و او د مكې له سوبې وروسته هم په پخوانۍ بڼه يې ادامه ومونده.

په هيڅ غزوه او جهاد كې هدف واك او زعامت نه وو بلكې د فرضيت اجرا او ادا كول وو چې د الله ج د رضايت له پاره ترسره كېدل.

د افغانستان په جهادي بهير كې بيا ډېر څه د جهاد له بنسټونو سره په توپير كې  روان دي او دغه جګړه يې د يوې مذهبي بهير تر څنګه په سياسي او ستراتيژيكو اغراضو هم لړلې ده او د ځينو جنګياليو ځينې اعمال بيا داسې دي چې نه مذهبي تعبير لري او نه سياسي بلكې محض فساد دي.

لكه په زور سره له خلكو پيسې اخيستل، ډوډۍ خوړل، د پيسو له پاره يرغمل نيول، له پلټنو پرته محكمه كول، د فتوا په برخه كې د ځانګړتياو په پام كې نه نيول، غير محاربو كسانو ته زيان رسول، ښځو او ماشومانو ته زيان رسول، د ټولګټو تاسيساتو ورانول او په تېره د هغو تاسياستو ويجاړول چې نېغ په نېغه د جګړې له پايلې سره مرسته ونه كړاى شي، د قومي مشرانو، د ټولګټو تاسيساتو د چلونكو او كاركوونكو وژل او د هغو اعمالو ترسره كول چې د جهاد ګټو او پايلې ته په نېغه او يا نانېغه ډول زيان ورسوي.

د جهاد او غزوو له تاريخ څخه برېښي چې د جهاد پر مهال د شريعت خورا خيال ساتل شوى او له بل هر وخت څخه د جهاد او جګړې پر مهال حدود په كلكه سره مراعت شوي.

څه كول په كار دي؟

په اسلام كې اصلاح له مركز څخه د محيط په لور پلې شوې او د الله ج په وړاندې د بنده هيڅ يوه كړنه تر هغه پورې د منلو وړ نه ده چې ټولټاله الله ج ته ځانګړې شوې نه وي. د قاعدې پر بنسټ حرام او حلال سره جمع كېدونكي نه دي او هر حلال د حرامو په ګډولو سره حرامېږي او مكروه كيږي او هيڅ حلال د حرامو په ترسره كولو سره نه صحيح كيږي. د بېلګې په ډول د سود په پيسو سره صدقه او يا حج نه صحيح كيږي.

همدا راز جهاد د جهاد په شروطو سره صحيح دى او د شروطو په لمنځه تګ سره ساقطېږي د كړنې او تګلارې له پلوه په معروفاتو ثابت او په منكراتو باطلېږي.

زعامت، واك او جهاد:

د ځمكې واك او زعامت الله ج انسان ته سپارلى او په اسلامي اصولو كې دغه صلاحيت بيا مسلمانانو ته وركړ شوى دى.

د اسلام په صدر كې زعامت د مسلمانانو له رايو سره ټاكل شوى او د واك چلولو سيستم يې مشورتي دى.

جهاد د عبادت يو ډول دى او زعامت او واك يو ډول تكليف. د واك او څوكۍ ترلاسه كولو له پاره جهاد هيڅكله نه صحيح كيږي او قطعاً يو غير اسلامي عمل دى. ځكه جهاد پر شروطو صحيح كيږي او واك او زعامت د ولس حق دى او د ولس پر رايه بايد تر سره شي او واك او د څوكۍ ګټل د جهاد له شروطو څخه نه دي.

وروستۍ خبرې:

_په جهاد كې د هر راز ناروا كړنو ګډول جهاد فاسدوي او د جهاد پر مهال بايد د جهاد ټولې سپېڅلتياوې په پام كې ونيول شي او پر مفسدينو او مجرمينو بايد حدود پلي شي.

_جهاد عبادت دى او جهاد د څوكۍ او واك د ترلاسه كولو له پاره نه صحيح كيږي.

_هغه كړنې چې په نېغه د جهاد له بري او پايلې سره مرسته ونه كړاى شي او په ترڅ كې يې ټولګټو تاسياساتو او يا د عامه خدماتو كاروكونكو ته زيان ورسېږي، حرامه دي او په حرامو سره د حلالو تر سره كول نه صحيح كيږي.

_هر هغه كړنې چې د جهاد ګټې او د جهاد پايلې ته زيان رسوي بايد ترې ډده وشي او په فساد كې راځي.

_پر سياست د جهاد لړل، د جهاد تقدس ته زيان رسوي يانې كومې جګړې چې د ستراتيژيكي ګټو او ناوړه سياسي اغراضو له پاره پر مخ وړل كيږي جهاد نه بلل كيږي.

_د جهاد په ليكو كې د ظلم، تيري، فساد او د اسلامي اركانو د مخنيوي موارد نه يوازې دا چې جهاد فاسدوي، بلكې په پاكو مجاهدينو د دغو اعمالو د ترسره كونكو پر وړاندې جهاد او جګړه فرضيږي، چې په دې صورت كې پاك لاسي مجاهدين مفسدين تشخيص او د اعمالو په جزا يې ورسوي.

_د فرضو په ادا كې نارسايي عذر نه ده او په نارسايي سره د فرضو ادا كول نه صحيح كيږي، لكه د سجدې په نه كولو سره چې سجده او لمونځ صحيح كيداى نه شي.

_ په يو ډول شرايطو كې د فرضو حكم ثابت دى. جهاد په خپلو شرايطو سره ثابت دى او پولې او دولتي سرحدات نه مني.

_د غير محاربو اشخاصو او د ټولګټو خدمتونو د كاركونكو وژنه او يا د محكمې له حكم څخه پرته وژنه ناروا ده او جهاد فاسدوي.

_د يو كس او يا څو تنو په فساد سره د نورو كسانو جهاد نه فاسديږي. تر څو چې فساد د جهاد په ليكو كې دومره زيات شوى نه وي چې قيادت يې مخنيوى و نه كړاى شي جهاد تر فاسد قيادت لاندې هم صحيح دى، خو چې كله قيادت او مجاهدين د فساد له مخنيوي څخه عاجزه شول نور جهاد فاسدېږي. د دغه اصل پر بنسټ د ليكو د سپېڅلتيا له پاره هڅه او هاند د جهاد د داعيې د دوام له پاره مهم بلل كيږي.

_د جهاد تر عنوان لاندې هيڅ ناروا كړنه نه روا كيږي او ترسره كونكي سره يې بايد د شريعت له مخې چلن وشي.

_كوم قيادت چې د جهاد ارمانونو او ګټو ته مخلص نه وي، عمداً او

په ښكاره فساد ته لمن وهي او يا د فساد مخنيوى نه كوي، دغه قيادت نور مشروعيت نه لري او بايد واك ترې واخيستل او په جزا ورسول شي.

_په جهاد كې د جګړې د ټولو تكتيكونو كارول جواز لري او د تكتيكونو په غوره كولو كې د مجاهدينو او مسلمانانو رايې ته ارزښت وركول لومړيتوب لري.

پاى: په ټولو څيزونو الله ج ښه عالم دى، كه له ما څخه كومه تېروتنه شوې وي الله ج دې ماته بښنه وكړي او له نورو اشخاصو او عالمانو څخه زما هيله دا ده چې زما تېروتنې اصلاح او د جهاد په برخه كې خپله پوهه او څېړنې له موږ سره شريكې كړي، ځكه له څو كلونو څخه په هيواد كې جګړه روانه ده او د جهاد تر سرليك لاندې دغو جګړو د ملي ارمانونو او ګټو پر خلاف كړنو زموږ زيات شمېر هيوادوال له ستونزو سره مخ كړي او ډير زيانونه يې ولس ته اړولي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024